Asset 1SWN

د برښنايي پېژند‌پاڼې د بیې پر لوړېدو نیوکې؛ له ۱۰۰ نه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې

NSIA-1-q1h5tpc1c8jktxdq8j5vj0xd5bxbntnyt9itplmvt4

د اسلامي امارت د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې وروسته به هره برښنايي پېژند‌پاڼه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې افغانانو ته ورکړل شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفېع وايي، دا پرېکړه پرون د وزیرانو شورا په درېیمه غونډه کې شوې او د هرې پېژندپاڼې بیه له ۳۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ ته لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو خلک د پېژند‌پاڼو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، دا پرېکړه به خلک د پېژندپاڼې له اخيستلو څخه هم وګرځوي. د کابل ښار د پامير سينما اوسېدونکى سهيل عظيمي چې غواړي د کورنۍ غړیو ته پېژند‌پاڼې واخلي، واي چې د پېژند‌پاڼو بیې لوړې دي او وسه یې نه لري چې ترلاسه یې کړي.

د نوموړي په وینا، د جمهوریت پر مهال به د یوې پېژند‌پاڼې پر سر ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، نه یوازې د پېژند‌پاڼې بیه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې، بلکې د اخیستلو بهیر یې هم ځنډنی شوی دی.

د کابل ښار يو بل اوسېدونکى صالح او د ميدان وردګ اوسېدونکى شهاب‌الدين وايي، حکومت بايد د برښنايي پېژندپاڼو پر بیې له سره غور وکړي. دوی زیاتوي:

«پېژند‌پاڼه په سل افغانۍ وه، ما خپله د کورنټین پر مهال واخیستله. خلک له ستونزو سره مخ کېږي، چېرې پیسې؟ پیسې نشته، هماغه سل افغانۍ ښې وې. ۵۰۰ افغانۍ د خلکو له وسې پورته دي. دولت باید دې برخې ته جدي پام وکړي. د پخوا غوندې یې بیه باید له ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«موږ شاوخوا یوه میاشت مخکې واخیستلې، ۳۰۰ وې. اوس تازه یو مکتوب راغلی چې بیې یې ۵۰۰ شوي. دا خو موږ ته ډېره سخته ده. موږ د ۳۰۰ وسه نه لرو، اوس چې لوړې شوي، نه پوهېږم چې خلک یې اخیستلی شي، که نه.»

خو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفېع وايي، په نړیوالو بازارونو کې د برښنايي وسایلو او د برښنايي پېژندپاڼو د اړتیا وړ نورو توکو د بیې لوړېدو له امله د پېژندپاڼو بیې هم لوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام