Asset 1SWN

د ا.ا کابینې کوچیانو ته د برښنايي پېژندپاڼو د وېش طرحه تصویب کړه

Mula Mohammad Hassan Akhund

د چارو ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پرون سه‌شنبه د غبرګولي په ۲۴ نېټه د ا.ا د رییس الوزرا محمدحسن اخند‌زاده په مشري د کابینې ناسته جوړه شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې کوچیانو ته د برښنايي پېژندپاڼو د وېش او د شاوخوا درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ طرحه تصویب او اړوند ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه عملي اقدامات ترسره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې کوچیانو ته د برښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د ځینو ستونزو له کبله ځنډول شوی و چې اوس بېرته پیلېږی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابینې په یاده ناسته کې له هېواد څخه بهر د افغان کارګرو د ستونزو په اړه هم خبرې شوې دې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام