د اسلامي امارت چارسمبالې کابینې نن د ملا محمدحسن اخند په مشري په خپله غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو لپاره د ځانګړي یونیفورم طرحه له لږ بدلون سره تصویب کړه.

په کابینه کې پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو ته ټاکل شوی یونیفورم هر څه ژر چمتو او پر سرتیرو دې ووېشل شي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پولیسو یونیفورم تراوسه رسنیو ته نه دی ښودل شوی او نه یې هم انځورونه خپاره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت ځواکونه اوس ځانګړی یونیفورم نه لري او یو‌شمېر یې په نظامي او یوه برخه یې بیا په دودیزو افغاني جامو کې په ښار او ولسوالیو کې خپلې دندې پرمخ وړي.

په ورته مهال د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره ګڼ‌شمېر هېوادوال د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې خپلو نظامیانو ته ځانګړی یونیفورم ورکړي، څو له عامو خلکو سره یې توپیر وشي.

وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوی وو چې د اسلامي امارت اړوند نظامیانو د ځانګړي یونیفورم د نه‌شتون له امله یو‌شمېر کسان د اسلامي امارت له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او خلکو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار له رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو چې د امنیتي ځواکونو لپاره به ځانګړی یونیفورم جوړوي او په ښارونو کې رامنځته شوې بې‌نظمۍ به له منځه وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام