«سي‌اېن‌اېن» خبري شبکې راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته په لومړي ځل د امریکا او د ا.ا پلاويو د قطر پلازمېنې دوحه کې سره کتلي دي.

د راپور پربنسټ، د امریکا حکومت د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (سیا) مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د اسلامي امارت له پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته لېږلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په مذاکراتي پلاوي کې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی. دواړو لوریو شنبه د اکتوبر اتمه او د تلې په ۱۶مه په دوحه کې سره لیدلي دي.

دا په داسې مهال دی چې کابل کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې د مشر له وژل‌کېدو وروسته امریکا اسلامي امارت تورن کړی چې د «دوحې له تړون یې سرغړونه کړې ده.»

د امریکايي چارواکو په وینا، د اسلامي امارت مسوولان له هغې ډلې حقاني شبکه د ایمن الظواهري له پټن‌ځای خبر و، په داسې حال کې چې اسلامي امارت دغه تور ناسم بولي.

سي‌اېن‌اېن لیکلي چې د شنبې په ناسته کې د سیا مرستیال ډېوېډ کوهن او د اسلامي امارت د استخباراتو رییس حضور هم له ترهګرۍ سره پر مبارزې د ټينګار په معنی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سپېنې ماڼۍ تېره میاشت له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ برخه کې همکاري د پرمختګ په حال کې بللې وه. د امریکا د استخباراتو سازمان او د بهرنیو چارو وزارت تراوسه له اسلامي امارت سره د شویو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام