د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رییس جان کربي ویلي چې اوسني وضعیت کې دغه هېواد افغاستان کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو هوډ نه لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رییس زیاته کړې چې امریکا اوس داسې پړاو کې نه ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني او په وینا یې، د امریکا ټول پام له روسیې سره د دغه هېواد پر روانې ترینګلتیا ورټول دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جان کربي همداراز د نړۍ له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو غوښتي، داسې پرېکړې ونه‌کړي چې د افغانستان د خلکو ثبات او امنیت له هغه څه څخه راکم شي چې اوس ورسره مخ دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو رییس جان کربي دا څرګندونې یوه اوونۍ وروسته له هغې کوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد له دولتي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و، د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو شونتیا شته دی.

کابلوف په دې مرکه کې ویلي و، که افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي، پرته له دې چې د امریکا په ګډون نورو هېوادونه څه فکر کوي، روسیه به د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه اقدام وکړي.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راهیسې څه باندې لس میاشتې کېږي، خو تراوسه افغانستان کې اوسنی سرپرست د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

امریکا او نورو هېوادونو افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل چې د ټولنې ټول سیاسي، قومي، مذهبي اقلیتونه په‌کې ګډون ولري او د ښځو او نجونو د بشري‌حقونو درناوی د اسلامي امارت د سرپرست په رسمیت پېژندلو ته اساسي شرطونه کېښودلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام