د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولانو نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د یاد وزارت مرستیال قاسم خالد وویل چې د تېر یوه کال پرمهال یې له ګاونډيو هېوادونو سره د صفري نقطو او سرحدي کرښې څارنه کړې چې له ډلې یې د پاکستان یو‌شمېر سرغړونې ثبت کړي دي.

د دوی په وینا، د پاکستاني لوري د دغو سرغړونو په اړه یې ځینې اقدامات هم کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د سرحدي سرغړونو د بررسۍ او کشف ریاستونو له ایران او تاجکستان هېوادونو سره د ۷۵۴ کیلومتره سرحد بررسي او څېړنه شوې او له پاکستان سره د ډیورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې ۱۱۶۷ کیلو متره ساحې څارنه او نظارت شوې چې په دې لړ کې یوشمېر سرغړونې کشف شوي چې د ځینو په اړه یې اجرات هم شوي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد وزارت چارواکو دغه راز وویل، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې یې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکو پر سر راپورته شوې ستونزې هم حل کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام