نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو‌شمېر ښوونکي شکایت کوي چې د درې میاشتې په تېریدو یې لا هم معاشونه او نور امتیازات نه دي اخیستي چې له کبله یې ګڼو ستونزو سره مخ او ان ځينې ښوونکي اړ شوي چې د خپل کور توکي خرڅ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وایي، د شته خنډونو سربېره زده‌کوونکو ته د تدریس چارې د پخوا په څېر مخکې وړي، خو په وینا یې، که دوام وکړي، نو ډېرو ته به دندې ته حاضرېدل سخت وي.

ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.

د ننګرهار د ښوونکو شورا رئیس عبدالجبار سیدي غوښتنه کوي، هغه مرسته کوونکي بنسټونه چې له بې‌وزلو سره مرسته کوي، ښوونکي دې هم په دې لړۍ کې شامل کړي، ځکه په وینا یې، اوسني وخت کې امکانات په نشت حساب، خو د ورځني ژوند تېرولو لپاره یې اړتیاوې ډېرې دي.

نوموړ زیاتوي چې د ننګرهار ولایت د پوهنې له رییس څخه یې غوښتنه وکړه، هغه غنم چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له نوي حکومت سره کېږي، پر ښوونکو دې ووېشل شي.

له معاشونو سربېره ښوونځيو کې د کافي کتابونو او ښوونکو کمی هم هغه ستونزې یادې شوي چې د ښوونیز بهیر د ښه پرمختګ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.



همداراز ښوونکو د ښوونکي په ورځ د اسلامي امارت له چارواکو څخه وغوښتل چې د نجونو د لېسو او متوسطه ښوونځیو پرانیستو ته جدي پام وکړي، ترڅو نجونې وکولی شي، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ننګرهار کې د اسلامي امارت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني وویل، هڅه کې دي چې ډېر ژر ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي. نوموړی زیاتوي، ښوونځیو کې د کتابونو او ښوونکو کمښت ستونزې ته به هم ژر لاسرسی وشي.

هغه زیاته کړه: «زه ښوونکو ته ډاډ ورکوم، چې د معاشونو ستونزه به په بنیادي توګه ډېر ژر حل شي او دې برخه کې کار روان دی د  ښوونکو د کمبود ستونزه هم موږ درک کړې ده هغې لپاره لنډو ورځو کې کار کوو د ریاست په سطحه موږ څو ټيمونه مقرر کړي دي تر څو برسي وکړي چې په کومو سیمو کې څومره کمبود دی؟»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

چارواکو وویل، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونیز بهیر د پيل په برخه کې هم کار روان دی او هر کله چې طرحه بشپړه شي، د لوړو ټولګیو ښځينه زده‌کوونکې به هم وکولای شي چې ښوونځيو ته لاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام