د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسې زده‌کوونکي وايي چې مخکې به یې ټولګي له زده‌کوونکو ډک وو، خو هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د ښوونځیو په بیا پیلېدو سره د زده‌کوونکو حضور کمرنګه شوی دی.

د دې لیسې د اتم ټولګي زده‌کوونکی جاوید وايي، مخکې په ټولګي کې شل کسان وو، خو اوس یې ډېری کلیو، نورو ولایتونو او بهر ته تللي دي. هغه له طالبانو غواړي چې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو او ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې لیسې د نهم ټولګي یو زده‌کوونکی علاوالدین وايي چې زده‌کوونکي له درس څخه زړه‌توري شوي او ډېری یې ښوونځیو ته نه ځي.

د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسې امر محمد احمدي د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د کمرنګه حضور لامل وروستي بدلونونه، له ښارونو څخه کلیو ته د کورنیو بې‌ځایه کېدل او د هېواد ناڅرګند برخلیک بولي.

د دې لیسې تدریسي مدیر نورالله نوري بیا د اسلامي امارت له مسوولانو، کورنیو او د جوماتونو له ملا امامانو څخه غواړي چې د ښوونې او روزنې د ارزښت په اړه خبرې وکړي او ځوانان زده‌کړو ته وهڅوي. هغه وايي، ښوونکي هره ورځ ښوونځي ته راځي، خو زده‌کوونکي نشته.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د والي مرستیال شمس‌الله طریقت وايي، په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر د ښه‌والي او د زده‌کوونکو د حضور زیاتېدو لپاره له اړوندو بنسټونو سره پر همغږۍ کار کوي.

دا داسې مهال دی چې هېواد کې د تېرې میاشتې په ۲۷مه ښوونځي پرانېستل شول، خو اسلامي امارت له اووم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام