برښنا شرکت: که پوروړي مو پور ادا نه‌کړي، جایدادونه به یې خرڅ کړو

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.

ښوونکي: معاشونه مو راکړئ او نجونې زده‌کړو ته پرېږدئ

نن د تلې یا میزان ۱۳مه په هېواد کې د ښوونکي له ملي ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد کې د نوي حکومت په راتلو سره ګڼ‌شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي له ګڼو  اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ښوونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې هر څه ژر معاشونه او نور امتیازات ورکړل شي.