د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي دې غونډه کې وویل چې ډېر پوروړي یې د مخکیني حکومت یو‌شمېر زورواکي او سیاسیون دي چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

میوندي زیاته کړه چې د برښنا له درکه ټولو پوروړو ته یې خبر ورکړی چې خپل پورونه ادا کړي، خو په وینا یې، که پورونه ورنه کړي، اړ دي چې جایدادونه یې خرڅ کړي.

د برښنا شرکت مسوولانو که څه هم د کوم زورواکي او چارواکي نوم وانه‌خیست، خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه ۳۳ کسان دې ته چمتو شوي، څو د برښنا د لګښت پور پرې کړي.

په ورته مهال د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي دا هم وویل چې افغانستان خپله د اړتیا وړ برښنا له څلورو ګاونډیو هېوادونو واردوي چې ۸۸سلنه برښنا یې وارداتي ده.

د میوندي په وینا، دوی راتلونکي ژمي کې د کابل ښار برښنا تامینولو لپاره پلان جوړ کړی چې له مخې به یې، د ستونزې پرمهال د کابل ۷۰سلنه برښنا تامین کړي.

نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

برښنا شرکت له دې وړاندې هم خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ و چې د خپلې برښنا د لګښت پورونه ورکړي چې ځینو پوروړو یې خپل پورونه ادا کړي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام