ناچاري او د ځان بېګاري؛ ننګرهار کې یوشمېر کسانو د خښتو بټیو کې ځانونه ګرو کړي

د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د سلام‌وطندار د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.

هېواد کې د بې‌وزلو د پور اخیستلو لوړه کچه؛ خلک: له وزګارتیا پوزې ته راغلي یوو

کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ستړي شوي او په اوونیو اوونیو ورځنۍ مزدوي ورته نه پیدا کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، له دې وضعیت پوزې ته راغلي او هره ورځ تش لاسونه کور ته ستنېږي. له دې سره د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې کمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

برښنا شرکت: که پوروړي مو پور ادا نه‌کړي، جایدادونه به یې خرڅ کړو

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.