د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په یو ویډیویي پیغام کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دغه شرکت د برښنا بیه لوړوي. نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د تعرفې د لوړوالي په اړه تراوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.

په ورته مهال میوندي ویلي چې په کابل ښار کې د برښنا د پرچاوۍ لامل په کورونو کې په زیاته اندازه د برښنا کارول دي. دغه شرکت له کابل ښاریانو څخه غوښتي چې کورنۍ دې برښنا د رڼا او د اړتیا لپاره وکاروي، څو اکثریتو سیمو ته چې د برښنا له رڼا څخه بې برخې دي هم برښنا ورسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون له سلام‌وطندار سره په یوې مرکه کې ویلي وو چې د برښنا د بیې لوړولو پر طرحې کار روان دی او په څو ورځو کې به دغه طرحه عملي شي.
میوندي د برښنا شرکت د دغه کار لامل په هېواد کې د ډالرو بیې لوړېدل بللي وو او زیاته کړې یې وه چې د برښنا له واردونکوهېوادونو سره د برښنا شرکت ټول تړونونه په ډالرو دي چې د ډالرو بیې په لوړېدو سره د تعرفې په برخه کې هم ځينې بدلونونه راځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي په دغه مرکه کې ویلي وو چې افغانستان له ۲۲۰ څخه تر ۲۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ايران، تاجکستان او ازبکستان څخه برښنا واردوي چې يو کيلو واټ يې په ٢،٥ افغانۍ ورته تمامېږي.
په همدې حال کې د برښنا شرکت ویاند ویلي وو، که چېرې د برښنا په بیه کې بدلون رانه‌شي دغه شرکت له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي او وارداتي برښنا به پرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام