د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي سلام‌وطندار سره په یوې مرکه کې ویلي چې د برښنا د بیې لوړولو پر طرحې کار روان دی او په څو ورځو کې به عملي شي.
میوندي د برښنا شرکت د دغه کار لامل په هېواد کې د ډالرو بیې لوړېدل بولي او زیاتوي چې ګاوندېو هېوادونو سره د برښنا شرکت ټول تړونونه په ډالرو دي چې د ډالرو بیې په لوړېدو سره د تعرفې په برخه کې هم ځينې بدلونه راځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل چې افغانستان له ۲۲۰ څخه تر ۲۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ايران، تاجکستان او ازبکستان څخه برښنا واردوي چې يو کيلو واټ يې په ٢،٥ افغانۍ ورته تمامېږي.
د برښنا شرکت ویاند ټینګار کوي، که چېرې د برښنا په بیه کې بدلون رانه‌شي دغه شرکت له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي او وارداتي برښنا به پرې شي.

برشنا شرکت په داسې حال کې په هېواد کې د برېښنا د بیې د لوړېدو خبر ورکوي چې یوشمېر کابل ښاریان د برښنا ریاست دغه پرېکړه غیرعادلانه او د خلکو په حق کې جفا بولي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ښاریان وايي چې د برښنا شرکت دغه اقدام د خلکو اندېښنې زیاتې کړي او په اوسنیو شرایطو کې خلک د برښنا د لوړې بیې د ورکړې توان نه لري. دوی زیاتوي چې دا کار به د خلکو له سختو غبرګونونو سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام