د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه وايي چې د صرافۍ جوازونو په اړه د افغانستان بانک د نوې طرحې د پلي‌کېدو توان نه لري او نه‌شي کولای چې دغه پرېکړه عملي کړي.

د افغانستان بانک د نوې طرحې له مخې، د صرافۍ جوازونو لپاره باید هر صراف ۵ میلیونه او د صرافۍ هر شرکت باید ۵۰ میلیونه افغانۍ له افغانستان بانک سره د ضمانت توګه کېږدي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د صرافانو ټولنه بیا د دې طرحې شرایط سخت بولي او زیاتوي چې په مرکز او ولایتونو کې صرافان د دې پرېکړې د عملي‌کېدو توان نه لري. کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وایي، د صرافانو په اړه د افغانستان بانک پرېکړه ناعادلانه ده.

د نوموړي په وینا، د حکومت په اقتصادي کمېسیون غونډه کې يې ګډون درلود او هلته پرېکړه وشوه چې پر یادې موضوع دې د مالیه وزارت، د افغانستان بانک او صرافانو ټولنې ترمنځ بیاځلې خبرې وشي، خو په خیره یې، تراوسه دغه ناسته نه ده نیول شوي.

زیرک زیاتوي، د هېواد په کچه د ټولو ولایتونو صرافانو د افغانستان بانک د پرېکړې د عملي‌کېدو په اړه مخالفت ښودلی او د دې طرحې عملي‌کېدل يې له خپل توان څخه لوړ بللي دي.

 په همدې حال کې د افغانستان بانک ویاند صابر مومند بیا وایي، ناشونې ده چې د حکومت په اقتصادي کمېسیون کې دې تصویب شوې طرحه کې بدلون راشي.

د هغه په خبره، طرحې اوس عملي بڼه غوره کړې چې ډېری صرافانو جوازونه هم تمدید کړي او لاهم دا پروسه مخې ته روانه ده. نوموړي وویل: « اوس دا پروسه روانه ده، مونږ له دوی سره کارکوو، له دوی سره په همغږۍ او پایله به یې نږدې ورځو کې تاسو سره شریکه کړو.»

د یادونې وړ ده چې د صرافانو په اړه دغه طرحه په مخکیني حکومت کې جوړه شوې وه چې هغه مهال هم صرافانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې اعتراضونه هم کړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت دغه طرحه یوځل بیا د پلي‌کېدو وړ بللې چې ورسره د ګڼ‌شمېر صرافانو غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام