وروسته له هغې چې روانه اوونۍ کابل کې ۳ صرافان برمته شول، په غبرګون کې یې پرون د هېواد په کچه د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز شهزاده سرای د یوې ورځې لپاره تړل شوی و.
د شهزاده سرای د صرافانو د رهبري شورا غړي امینالله وجدان سلاموطندار ته وویل چې صرافانو اړونده ادارو سره د تښتوونکو له منګولو څخه د صرافانو د راخوشې کولو، د دوی د امنیت او د افغانستان بانک د هغې پرېکړې په اړه د خبرو لپاره چې له مخې یې هر صراف ته هغه وخت د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې ۵۰۰ لکه افغانۍ پانګه ولري او ۵۰ لکه افغانۍ هم د تضمین په توګه باید د افغانستان بانک ته ورکړي، خپل خدمتونه درولي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، د افغانستان بانک د دغې پرېکړې د عملي کولو امکانات نهلري. «زمونږ صراف له ارزان قیمت څخه دوی ورځې، وړاندی په پنځو بجو برمته شوی او پاچاګل نومېږي او بل صراف د معلم په نامه درې ورځې وړاندې له کاهفروشۍ څخه او له هغه وړاندې بل صراف له شمالي څخه برمته شوی وو. په دې اړه مونږ پرون له مسوولانو سره خبرې وکړې، مونږ ته یې کلکه ژمنه راکړه چې د امارت له لوړوپوړو چارواکو خوښ یو او د هر ډول همکارۍ وعده یې راکړه. مونږ ته یې وویل، سلاح او هر څه چې تاسې غواړئ، مونږ تاسو سره همکاري کوو او دا خلک به نیسو او د قانون منګولو ته به یې سپارو.»
که څه هم د برمته شویو صرافانو برخلیک په اړه لاهم معلومات نهشته، خو د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د رهبري شورا غړی زیاتوي، له افغانستان بانک څخه د جواز د ترلاسه کولو مسلې او د ضمانت د ستونزې لرې کولو په اړه ژمنې ورکړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د شهزاده سرای تړل کېدو د اسعارو پر بیې ډېر منفي اغېز نهدی کړی. خو ځینې صرافان بیا وایي، د شهزاده سرای په تړل کېدو سره د افغانیو پر وړاندې ډالر یو څه لوړ شول، خو نن چې بېرته پرانیستل شو، ورسره د افغانیو ارزښت هم لوړ شوی دی.
هڅه مو وکړه چې د موضوع په تړاو د افغانستان بانک او د کابل د امنیې قومنداني د ویاندویانو نظر هم ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره بیا هم بریالي نهشوو.