په هېواد کې د صرافانو  د کاربندیز په لړ کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار د اسلامي امارت ځواکونو د کابل شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانیستلې ده.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سلام‌وطندار ته تایید کړې چې دغه سرای نن سهار د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په «زور» پرانستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړی زیاتوي، که څه هم د شهزاده سرای پرانستل شوی، خو هټۍ یې‌ تړلي او صرافان هم حضور نه لري.

په همدې حال کې سرچینې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د راټيټېدو خبر ورکوي. یو‌شمېر صرافان وايي چې نن یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ تبادله شوی؛ په داسې حال کې چې پرون یو امریکايي ډالر په ۸۹ افغانۍ تبادله کېده.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند د افغانیو پر وړاندې د ډالرو پورته تلل هم تاییدوي او وايي چې صرافان فعالیت نه لري او د ډالرو بیه په خپل‌سري توګه د بدلون په حال کې ده.

د افغانستان د پولي خدمتونو او د صرافانو سراسري ټولنې پرون اعلان وکړ چې د جوازونو د اخیستو څرنګوالي په برخه کې د اسلامي امارت له لوري د ستونزو له امله یې خپلې ټولې هټۍ‌ تړلي او فعالیتونه یې ځنډولي دي.

د دغې ټولنې له لوري په خپور شوي پرېکړه‌لیک کې راغلي، له ډېرو هڅو سره سره، هغه ستونزې چې د جواز اخیستو په برخه کې وې، لا هم پر خپل ځای پاتي او د اسلامي امارت له لوري د ورکړل شوې طرحې پر بنسټ، د جواز اخیستل ناشونی شوی دی.



د افغانستان بانک څه موده وړاندې د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو له لوري د جوازونو اخیستلو لپاره نهه ماده‌ییز شرایط وړاندې کړي وو.

د دغو شراطو پر بنسټ، د کابل، هرات، کندهار او مزارشریف په څېر لویو ښارونو کې جواز اخیستونکی کس باید لږ تر لږه ۵۰ میلیونه افغانۍ مالي سرچینې ولري.

د افغانستان بانک د مکتوب له مخې چې د صرافانو ټولنې او پولي خدمتونو برابروونکو په نوم صادر شوی، په نورو ولایتونو کې د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونو له لوري د جوازونو اخیستلو لپاره مالي سرچینې، لس میلیونه افغانۍ ټاکل شوي دي.

د نویو شرایطو پر بنسټ، د پولي خدمتونو برابرونکي او صرافان باید په افغانستان بانک کې د تضمین په توګه تر پنځه میلیونه افغانۍ ولري او دغه پیسې به د جواز فسخه کولو پرمهال بېرته ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک د پولي خدماتو شرکتونو او صرافیو د جوازونو تمدید او طي مراحلو لپاره ۲۰۰۰ افغانۍ فیس ټاکلی دی. د دغه بانک په وینا، یاد جوازونه به هر درې کاله وروسته، بیا تمدیدېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام