Asset 1SWN

سلام وطندار

د صرافانو ټولنه: له هېواده د ډالرو قاچاق زیات شوی

Doller

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو څلورو میاشتو په پرتله، اوس له هېواده بهر د ډالرو قاچاق زیات شوی دی.

د دې ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک نن سلام‌وطندار ته په دې اړه ویلي: «د تېرو څلور میاشتو په پرتله د ډالرو قاچاق زیات شوی او که مخه یې ونه نیول شي، د هېواد په بازارونو کې به د افغانۍ پر ارزښت او د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو اغېز وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په تېر یوه کال کې یې له هېواده د ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وايي: «اسلامي امارت په تېر یوه کال کې له هېواده بهر د ډالرو د قاچاق مخه نیولې او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ډالر له هېواده قاچاق کړي.»

د حبیب په وینا، د اسلامي امارت پوله‌ساتو ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې یوشمېر هغه کسان نیولي چې غوښتل یې ډالر له هېواده بهر قاچاق کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق هغه ستونزه ده چې له کلونو راهیسې ترې خلک، یوشمېر صرافان او حکومت سر ټکوي، خو لا یې هم د بشپړ مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه‌دي اخیستل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام