په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې د سږ کال د وږي په ۲۲مه د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو وروسته د بشري حقونو ۵ فعالان او د رسنیو ۶ کارکوونکي په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

یوناما د «د بشري حقونو د مدافعانو او د رسنیو مسلکي کارکوونکو وژنې» په نوم یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو، لیکلي چې د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرواترو له پیلېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د ډېرو او فعالانو او د رسنیو کارکوونکو د وژل کېدو شاهدان دي او په وینا یې، دغه کار د رسنیو او بشري حقونو لپاره د کار فضا بدله کړې ده.

په دغه راپور کې، د رسنیو د کارکوونکو او د بشري حقونو د فعالانو د وژنې اطلاعات او پېښې د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۱ کال د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې تجزیه او تحلیل شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۳۱مې پورې د رسنیو د هغو کارکوونکو او د بشري حقونو د فعالانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی چې په افغانستان کې وژل شوي دي. په دې ډله کې ۳۲ کسان د بشري حقونو فعالان او ۳۳ نور هم د رسنیو کارکوونکي دي.

د راپور پر بنسټ، د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو راهیسې چې د رسنیو ۶ کارکوونکي او د بشري حقونو ۵ فعالان په‌کې وژل شوي، د دغو وژنو بهیر د مسوولیت له منلو سره مل و او دغه وضعیت خلکو ته وېره پیدا کړې ده.

یوناما وايي، د رسنیو د کارکوونکو او د بشري حقونو د فعالانو د وژلو لړۍ دوام لامل شوی چې یوشمېر کسان چوپتیا غوره کړي، خپلې دندې پرېږدي او یا هم د ځان ژغورلو لپاره د خپل کور او ټولنې پرېښودو ته اړ شوي دي.

راپور لیکي: «د پېژندل شویو شخصیتونو په ګډون، ګڼ‌شمېر کسان له هېواده تښتېدلي دي. دغو وژنو پر ټولنې ژور اغېز پرېښی او د سولې هڅو ته د خلکو هیلې کموي.»

د یوناما د راپور له مخې، په روان کال کې شویو او روانو هدفي وژنو او ترورونو چې مسوولیت یې هم څوک نه اخلي، د تېرو کلونو په وژنو کې یو ستر بدلون راوستی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز وايي، افغانان د یوې داسې فضا وړ دي او ورته اړتیا لري چې ارامه وي، خلک په‌کې فکر وکولای شي، ولیکي او په ازاد ډول او له وېرې پرته خپل نظریات ووايي.

د هغې په خبره، د هرې پرانېستې او وړ ټولنې لپاره د بشري حقونو د فعالانو او رسنیو غږ اړین دی او اوس چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کېږي، تر بل هر وخته باید د بشري حقونو د فعالانو او د رسنیو غږ واورېدل شي، خو په وینا یې، نور هم چوپ کېږي.

د یوناما راپور لیکي، هغه کسان چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د بشري حقونو قانون د نقض په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان لپاره کار کوي، ډېر کله له ګواښ، ځورونې، څارنې یا په خپلسرې توګه له بندي کېدو سره مخامخېږي.

یوناما زیاتوي، ټول لوري د بشري حقونو د فعالانو او د رسنیو کارکوونکو د ترور مخنیوي په برخه کې مهم رول لري او دا وژنې باید په خپلواکه، بې‌پرې، ژر، کره، د باور وړ او راڼه ډول وڅېړل شي.

یوناما د بشري حقونو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون پر بنسټ، د دولت مقابل لوري ته د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د وژلو روانې لړۍ د درول کېدو وړاندیز کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام