Asset 1SWN

د شهزاده سرای په تړل کېدو سره د اسعارو په بازار کې ګډوډي رامنځته شوې

sarfan-p2gxcq73s1x46rvvk9dyx94fb53pcbxa26tz25w96w

 

له دوو ورځو را په دې خوا د کابل د شهزاده سرای چې د بهرنیو اسعارو د تبادلې او را کړې ورکړې لوی بازار دی د صرافانو د کاري پرلت پر بنسټ تړل شوی دی. صرافان وایی دوی نه غواړي چې شرکتونه جوړکړي او جواز یې شرکتي وي؛ خو د افغانستان بانک بیا وایي چې دا کار د دوی په ګټه دی او په دې سره د تورو پیسو د مینځلو مخنیوی کېږي؛ نو باید ټول صرافان تجارتي جوازونه ترلاسه کړي چې صرافان یې نه مني.

په کابل کې د سرک په غاړه یو شمېر صرافان وایي چې د شهزاده سرای په تړلو سره، سره له دې چې د اسعارو په بیو کې ډېر بدلون نه دی راغلی؛ خو په بازار کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

د سړک د سر صرافان نثار، محمدامین او احمدالدین وایي، د شهزاده سرای تړلو سره ډېری خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

په همدی حال کې د افغانستان بانک د مطبوعاتي څانګې مسوول احمدالله انوري وایي، دوی له صرافانو سره په اړيکه کې دي او ښایي نن يا سبا به د اسعارو سرایونه بېرته په کار پیل وکړي.

د انوري په وینا، د افغانستان بانک له نړیوالو شریکانو سره د شویو ژمنو پر بنسټ وغوښتل چې د صرافانو د پيسو خدمتونو جوازونه پر شرکتي بدل شي.

نوموړي وویل چې دا چاره له پیسو وینځلو سره د مبارزې او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې اغېزناکه تمامیدای شي؛ نو د افغانستان بانک په همدې لامل دا کار کړی دی.

د انوري په خبره چې دا کار یې له صرافانو سره په سلا مشورې کړی او له سلو ډېرو صرافانو شرکتي جوازونه هم ترلاسه کړي دي او دا لړۍ دوام لري.

په همدې حال کې د افغانستان بانک مسولان وایي، صرافانو لپاره د شرکتي جوازونو په ترلاسه کولو کې ډېرې اسانتیاوې لکه، د بې نېټې جوازونو ورکړه او بانک ته د پیسو کلني بېلانس نه اېښودل او داسې نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام