Asset 1SWN

د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت دوام؛ اسلامي امارت د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې

1260901_275

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو ته په یوه مکتوب کې لیکلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې، تر بل امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو بهیر ودروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي دغه مکتوب پر خپل ټویټر خپور کړی دی. په مکتوب کې لیکل شوي چې د اسلامي امارت کابینې تېر کال دا پرېکړه کړې او د ټولو پوهنتونونو او موسسو مسوولان یې باید له دې وروسته عملي او وزارت یې په اړه ډاډ ورکړي.

په همدې حال کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي هم تایید کړه چې یاد مکتوب د دغه وزارت له لوري خپور شوی او سم دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې چې دا پرېکړه یې د خلکو او نړیوالې ټولنې توند غبرګونونه راوپارول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام