له ملګرو ملتونو د افغانستان غوښتنه؛ طالبان اوربند ته اړ کړئ

د بهرنیو چارو وزارت له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی کړی او له دغه سازمان او خپلو نورو نړیوالو متحدانو یې غوښتي چې دا ډله اوربند ته اړ باسي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو شریکانو غوښتي چې پر طالب ډلې فشار راوړي، څو له هدفي وژنو او ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلي.

د بلخ د پخواني والي په اړه د عدلي څار حکم او پخوانی ښاروال په ۱۸ مياشتو بند محکومېدل

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور په یوه کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د کندوز اوسېدونکيو او د ولايتي شورا غړيو د والي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

د کندوز د ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي امنیتي ځواکونو ته د سپکاوي لپاره د دغه ولایت د والي عبدالستار میرزکوال د ګوښه کولو غوښتنه وکړه. دوی د کندوز محلي حکومتي چارواکي د خلکو د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو تورن کړل.

د کندوز د ولایتي شورا غړي او سلګونو اوسېدونکيو نن په يوه اعتراضيه غونډه کې د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، تر هغه چې د کندوز محلي چارواکي له دندو لرې شوي نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

افغانستان ته له هنده د کورونا واکسین لومړۍ جوپه راورسېده

افغانستان له هنده د کورونا واکسین لومړۍ جوپه ترلاسه کړه. د کورونا واکسین دغه بسته ۵۰۰ زره ډوزه ده؛ خو تراوسه يې د نړيوال روغتيايي سازمان تاييدي نه ده ترلاسه کړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحيدالله مجروح د ياد واکسين د ترلاسه کولو پر مهال د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې رسنیو ته وويل، ټاکل شوې چې په دې شمېر واکسین سره ۲۵۰ زره افغانان واکسین شي.

د شهزاده سرای په تړل کېدو سره د اسعارو په بازار کې ګډوډي رامنځته شوې

 

له دوو ورځو را په دې خوا د کابل د شهزاده سرای چې د بهرنیو اسعارو د تبادلې او را کړې ورکړې لوی بازار دی د صرافانو د کاري پرلت پر بنسټ تړل شوی دی. صرافان وایی دوی نه غواړي چې شرکتونه جوړکړي او جواز یې شرکتي وي؛ خو د افغانستان بانک بیا وایي چې دا کار د دوی په ګټه دی او په دې سره د تورو پیسو د مینځلو مخنیوی کېږي؛ نو باید ټول صرافان تجارتي جوازونه ترلاسه کړي چې صرافان یې نه مني.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د نوښت اېتلاف جوړ شو

د ښځو یوشمېر بنسټونو د «سولې او امنیت لپاره د ښځو نوښت» په نوم یو اېتلاف پرانېسته. دغه اېتلاف له ۱۵ بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي، جوړ شوی دی.
د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، د دغه اېتلاف د جوړېدو موخه د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کول او د مدني ټولنو په ډله کې د هغو بنسټونو ګډ کار دی چې د ښځو له لوري یې مشري کوي.

بلخ؛ معترضانو د عبدالرووف را خوشې کولو لپاره حکومت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ

د بلخ سلګونو اوسېدونکو نن په یوه لاریون کې له دولت نه وغوښتل چې عبدالرووف پیدا او د انسان تښتوونکو له منګولو یې وژغوري. دغو معترضانو د حکومت محلي او مرکزي ادارې ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ، څو یاد ماشوم را خوشې کړي.
معترضان خبرداری ورکوي، که حکومت په درې ورځو کې عبدالرووف را خوشې نه کړ، یو ځل بیا په دغه ولایت کې دولتي ادارې او بندرونه وتړي.

له هرات نه هره ورځ له ۴ تر ۵ زرو څاروي ایران ته قاچاق کېږي

د هرات اوسېدونکي او د قصابانو اتحادیې مسوولان وايي، د څارویو قاچاق لامل شوی چې د یوې کیلو غوښې بیه له ۷۰ تر ۸۰ افغانیو پورې لوړه شي. د یادې اتحادیې مسوولان خبرداری ورکوي، که د دغه قاچاق مخه و نه نیول شي، د غوښې بیه به نوره هم لوړه شي.

ننګرهار کې غبرګې چاودنې؛ یو پولیس وژل شوی او څلور ټپیان دي

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي اړوند په چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې تر اوسه ترې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ياد موټربم د یوه سراچه موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي په‌کې و، شوی دی.