Asset 1SWN

د بلخ د پخواني والي په اړه د عدلي څار حکم او پخوانی ښاروال په ۱۸ مياشتو بند محکومېدل

rahgozarnasir-770x434-1-p2ina4sjgzssr8vn8e9n1m88x9f79diqxz900x2jro

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدایه محکمې د بلخ پخوانی ښاروال محمد نصیر عیني له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور په یوه کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د رسولي په وينا، نصير عيني دغه راز دولت ته د اوښتي زیان له کبله د ۵ میلیونه افغانیو په ورکړه هم محکوم شوی دی.

نوموړی همداراز وايي، په دې قضايي ناسته کې د بلخ ښاروالۍ د مالي محاسبې مدير نوران‌شاه بې‌ګناه وپېژندل شو.

جمشېد رسولي زياته کړه، د محکمې په دې ناسته کې د بلخ د پخواني والي محمد اسحاق رهګذر، د بلخ ښاروالۍ مالي او اداري امر جان محمد او د ذبیح الله په نوم یو بل کس په اړه د عدلي تعقيب حکم صادر شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام