د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده‌کړیالانو مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

دغه نندارتون چې پرون شنبه د وږي ۱۱مه د بلخ پوهنتون کې جوړ شوی د بېلابېلو برخو شاوخوا ۱۸۰۰ ټوګه کتابونه په‌کې نندارې کېښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد نندارتون جوړونکي وايي، هڅه کوي، څو د هر درسي سمسټر په جریان کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه ورته نندارتونونه جوړ کړي.

 د دغه نندارتون یوه جوړونکي سکندر معین‌یار سلام‌وطندار ته وویل: «د نندارتونونو جوړول یوازینۍ لاره ده چې موږ د مطالعې فرهنګ بنسټ‌ییزه کولو لپاره هڅې وکړو.»

په همدې حال کې د کتابونو یاد نندارتون ته ورغلي یو‌شمېر دغه ډول نندارتونونه د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو لپاره ګټور بولي.

حکمت‌الله چې یاد نندارتون ته ورغلی، د تمدنونو د ودې او پرمختګ لامل د کتابونو د مطالعې پر بنسټ یادوي. «یو هېواد او ملت هغه وخت سعادت او پرمختګ ته رسېږي چې خلک یې مطالعه وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ځوانانو ترمنځ د انټرنټر ډېره کارونه، د نجونو د ښوونیزو مرکزونو تړل‌کېدل، وزګارتیا او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه یادېږي چې له کبله یې هېواد کې د مطالعې دود پیکه شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام