Asset 1SWN

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېست

d1109dba-4e25-4c7f-a232-f3629ac3264e

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو درېوو اوونیو پر مهال د کتابونو له لسو نندارتونونو وروسته نن کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت او د بېهقي ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو لوی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن شنبه د غبرګولي ۲۰مه پیل شوی او تر راتلونکې یوې اوونۍ به دوام وکړي کابل کې د خصوصي کتاب‌پلورونکو او د یاد وزارت په همکاري جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد نندارتون جوړونکي وايي چې دغه نندارتون کې څه باندې ۱۷۰  خصوصي او دولتي خپرندویو ګډون کړی او خپل کتابونه یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد معین نجیب‌الله هاشمي مطالعه د افغان ټولنې جدي اړتیا بولي او وايي چې یاد نندارتون به مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې لامل شي.

نوموړي وویل: «یاد نندارتون د ځوانانو او هېواد‌والو لپاره ډېر مهم دی. موږ د هېواد پرمختګ لپاره کتاب ته اړتیا لرو  او اوسنیو شرایطو کې د ورته نندارتون جوړول یو نوښت دی او هغو کسانو چې دا نندارتون جوړ کړی، ستاینه یې کوو.»

د بېهقي خپرندوی ریاست د خصوصي کتاب‌پلورونکو او خپروندیانوو مسوول محمدیحیی وايي، هڅې روانې دي چې د کتاب لوستلو دود لپاره راتلونکې کې هم ورته لوی نندارتونونه جوړ کړي.

هغه وویل: «دغه نندارتون له نورو جوړ شویو نندارتونونو څخه توپیر لري. د مطالعې لپاره بېل ځای په پام کې نیول شوی او د ماشومانو لپاره یوه خېمه هم ځانګړې شوې چې د دې نندارتون ځای هم د پېرودونکو جذب لپاره ښه دی.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغو خپروندیو چې دې نندارتون کې یې خپل کتابونه نندارې ته ايښيي، وايي، هیله لري چې کتابونه یې وپلورل شي. محمداېمل وویل: «د امارت له پیله تراوسه داسې نندارتون نه وو جوړ شوی، دا د کتاب لوستلو ودې او د خلکو  هڅولو لپاره ښه فرصت دی. د پخوا په پرتله مطالعې ته د خلکو  لېوالتیا کمه ده، هیله ده پېرودونکي جذب کړو.»

په ورته مهال یاد نندارتون ته ورغلي یوشمېر کسان دغه شان نندارتونونه مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو لپاره ګټور بولي.

د یاد نندارتون یوه لیدونکي وویل: «دلته راغلم، څو له دې نندارتون لیدنه وکړم. ډېره ښه خبره ده، هر څوک هڅه کوي چې خپل د خوښې کتاب ولولي او په ځانګړې توګه دغه نندارتون د ځوانانو لپاره ډېر ګټور دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ا.ا له واکمنېدو راهیسې د کتابونو ډېری خپرندویان د کتابونو چاپ ټیټې کچې او پلور سوړ بازار سره مخ دي چې د خپروندی ټولنې د شمېرو له مخې، په تېرو نږدې دوو لسیزو کې څه باندې ۵۰سلنه خپروندیان د کتابونو نه چاپ او پلور نشتون له امله د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ شوي او یو‌شمېر یې له فعالیته لوېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام