Asset 1SWN

روزګان کې زده‌کوونکې: ښوونیز کال په خلاصېدو دی، موږ لا کتابونه نه لرو

دراپور تصويرونه (2)

په روزګان کې د لومړنیو ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکې وايي، سره له دې چې ښوونیز کال په خلاصېدو دی، خو لا هم کتابونه او نور درسي توکي ورته نه‌دي رسېدلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، په ښوونځیو کې د ښوونکي هم کم دي او دغه وضعیت یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. دغه نجونې له مسوولانو غواړي چې دوی ته پاملرنه وکړي او لپاره یې د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکې مرواد او مدینه وايي:

«نه کتاب شته، نه قلم. هېڅ نشته. هره ورځ سهار راځو او بېرته ځو. لږ درس وايو، خو ډېر درس نشته. موږ بیا هم راځو چې درس ووایو. هم د کتابونو او هم نورو برخو کې کمښت سره مخ یوو.»

«زموږ په زده‌کړو کې ډېر بدلون راغلی. درس نشته. ښوونکې نه راځي، لېسه مو له سقوط سره مخ ده. باید موږ ته ښځینه ښوونکې وګوماري.»

په همدې حال کې د روزګان اوسېدونکي هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې ښوونځیو کې د نجونو زده‌کوونکو د کتابونو ستونزه حل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان اوسېدونکی شفېع‌الله وايي، ښوونځیو او زده‌کوونکو ته د کتابونو رسول مهم دي او مسوولانو ته په‌کار ده چې د دغه ولایت ټولو ښوونځیو ته یې ور ورسوي.

خو د روزګان والي مولوي علي‌جان احمد بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ستونزې د جمهوریت له وخته پاتې ده او په وینا یې، دوی هڅه کوي ښوونیز نصاب کې شته ستونزې حل کړي.

هغه وايي، اوس تر ډېره د ښوونیز نصاب ستونزه حل شوې او په نوي کال کې به ټولو ښوونځیو ته کتابونه ورسېږي. نوموړی زیاتوي:

«زموږ په ښوونځیو کې چې مخکې څه لوستل کېدل چې د لوېدیځ پلوي په‌کې وه. هغه زموږ له اسلام او کلتور سره په ټکر کې وو. اوس اسلامي امارت د دغه نصاب پر سمون کار کوي، انشاالله په نوي کال کې به ښوونځیو ته ورسول شي.»

په روزګان کې د لومړنیو ښوونځیو زده‌کوونکې داسې مهال د ښوونکو او کتابونو له کمښت او نه موجودیت څخه شکایت کوي چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او لا هم د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام