د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې یې یو کس د خپل ماما د وژنې په تور نیولی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمداصف سلام‌وطندار ته ویلي، د اکبر په نوم دغه کس لومړی خپل ماما وژلی او وروسته یې یوې څاه ته اچولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمداصف زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکو د یادې پېښې په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی او امنیتي ځواکونو هم د وژل شوي کس قاتل نیولی چې د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې شخصي شخړې او د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام