د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس په ښکاري ټوپک خپل ورور ویشتلی او وژلی یې دی.
د پروان د سیدخېل ولسوالي، ولسوال معشوقالله منصور د یاد خبر د تایید ترڅنګ وايي چې نن سهشنبه د لیندۍ لومړۍ د یادې ولسوالي په «کمانګرنو» سیمه کې ۳۷کلن جمشید په ښکاري ټوپک د خپل ورور لهخوا وژل شوی دی.
منصور سلاموطندار ته وايي، وژل شوی کس پر نشهيي توکو روږدی و او هغه مهال د خپل ورور لهخوا وژل شوی چې دغه کس له خپلې مور څخه په وار وار د پیسو غوښتنه کوله.
د سیدخېل ولسوال زیاتوي چې وژل شوی کس اولادونه هم لري چې په تازهګۍ یې مېرمنې ترې طلاق هم اخیستی دی. د سیدخېل ولسوال همداراز ټينګار کوي چې قاتل له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.