Asset 1SWN

فاریاب کې یوې نجلۍ ځان‌ وژلی

خودکشی-فاریاب-pxp1j7bjfxv8yhh4nmfdf3my2mtsp77gyctbll8qyw

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خان‌چهارباغ ولسوالي کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه نجلۍ زرغونه نومېده او ۱۸ کاله عمر یې درلود. د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس په وینا، یادې نجلۍ د یوه پړي په وسیله ځان زړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال شمس‌الله محمدي زیاته کړې چې تراوسه د یادې پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو زیاتوي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې مهال دی چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې یوې شپږ کلنې نجلۍ په تېروتنه په وسلې ځان وژلی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز تېره شپه د کاپیسا تګاب ولسوالي کې هم یوه ۱۴ کلن ځوان هم ځان وژنه کړې وه. د دغه ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فائز سلام‌وطندار ته ویلي و چې یوه ۱۴ کلن هلک د تګاب ولسوالي په سیدخېلو سیمه کې د انارو ونه کې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام