Asset 1SWN

پکتیا کې سوداګر د ډندپټان له لارې پاکستان سره د رسمي ټرانزیټ غوښتنه کوي

20230225_095502

پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګ‌راتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه سوداګر همداراز زیاتوي چې د ګمرک امکانات کم دي او ډېری وخت له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

د سوداګرو په وینا، د ډنډپټان لار تر نورو هغو د کراچۍ بندر ته شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره نږدې ده چې په دې سره به په ارزانه توګه سوداګریز توکي ولېږدول شي.

د پکتیا سوه سوداګر خالد وویل: ««زموږ سره د لارې د ترانزیټ وعدې شوي، خو تراوسه عملي شوي نه‌دي. که څه هم طرحه یې جوړه شوې، موږ بیا هم له حکومت غوښتنه کوو چې د ترانزیت رسمي کېدو په برخه کې له موږ سره کوښښ وکړي.»

په همدې حال کې د پکتیا یوه بل سوداګر ګل‌مدین وویل، که پر دې لارې ټرانزیټ وشي، ګڼ‌شمېر خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا، دا مهال پاکستاني لوري ته د سوداګریزو توکو د ښکته او بارولو برخه کې شاوخوا ۷۵۰۰ کسان پر کار بوخت دي او د یادې لارې ټرانزیټ سره افغان لوري ته هم ګڼ‌شمېر خلک پر کار شي.

نوموړي وویل: «که پر دې لاره ترانزیت وشي، ګټه به یې دا وي چې زیاتو خلکو ته به د کار زمینه برابریږي؛ ځکه هغې خوا ته چې زموږ د ډبرو سکاره ځي، یا له هغه طرفه نور واردات راځي، د هغه طرف ته تر ۷۵۰۰ کسان پکې کار کوي، که موږ وغواړو دا مالونه دې‌خوا خالي او بار کړو دا به زموږ د پکتیا خلکو لپاره ډېر عواید لاسته راځي او د کار زمینه به برابریږي.»

پکتیا کې د سوداګرۍ خونې مسوولان هم وایي، د ډنډپټان له لارې په رسمي توګه د نه‌ترانزیټ او سرحدي سیمه کې د ګمرک ګدامونو نه‌شتون له امله سوداګر ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزي وویل: «اوس وخت کې زموږ د تجارانو اساسي مشکل د ګمرک لپاره د ګدامونو نشتون دی. اکثره وخت تجاران د پاکستان نه چې کوم مالونه واردوي، د زیات وزن له امله چې دېرش ټنه یا څلوېښت ټنه یا لس ټنه اضافي مال چې په موټر کې باروي، نو په هغه موټر کې چې بار وي، هلته یې دروي چې دوی بل موتر پیدا کړي او انتقال یې کړي. که هلته ګدامونه موجود وي، دوی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره هلته هغه خپل اضافي مال ګډام کې واچوي وروسته یې نورو ولایتونو یا مرکز ګردېز ته انتقال کړي.»

په ورته وخت کې د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، د ډنډپټان لارې د ترانزیټ چارې به نږدې راتلونکي کې وروستۍ شي. د پکتیا د ولایت ویاند عبدالقادر احمدي وویل، د ډڼډ پټان لارې رسمي کېدل یې د راتلونکي کال یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او نږدې وخت کې به یې کارونه ترسره شي.

نوموړي وویل: «انشاالله په کم وخت کې به دغه لاره ترانزیټ کړو او ترانزیټ به شي. د پکتیا د راتلونکې کال په پلان کې چې کومې پروژې لرو، د دغې لارې ترانزیټ هم پکې دی، ټولو تجارانو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې دغه لاره به انشاالله په نږدې راتلونکي کې ترانزیت شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرو پر وینا، د ډنډپټان لارې د رسمي کېدو لپاره پاکستان خپلې خوا ته ټول تعمیراتي او اړین کارونه هم ترسره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام