پکتیا کې سوداګر د ډندپټان له لارې پاکستان سره د رسمي ټرانزیټ غوښتنه کوي

پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګ‌راتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نه‌لري.

مجاهد: د لرغونو اثارو ساتني او د هغه د قاچاق مخنیوي ته ژمن یوو

د اسلامي امارت مسوولانو نن « کب ۲۰مه» د تاریخي، ملي او فرهنګي اثارو د ساتنې ورځ او د افغان هنرمندانو د لاسي صنایعو نندارتون د پرانیستلو نمانځنه وکړه. جوړو شویو مراسمو ته د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح‌الله مجاهد وویل، د افغانستان لرغوني اثار د هېواد د هویت، فرهنګ او ملي ارزښتونو ښکارندوی دی.

غور کې د لارو تړل کېدل روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو تګ ستونزمن کړی

د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستيو واورو ورېدو له امله د دغو ولسوالیو ډېرى لارې د خلکو پر مخ تړل شوې او نه شي کولى خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او ګاونډيو ولايتونو لکه دایکندي او بامیان ته  ورسوي.

د برښنا نا‌منظمې پرچاوۍ په اړه د کابل ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.