د نظامي بندیانو د کورنۍ غړي نن د ننګرهار په ولایتي شورا کې راټول شوي وو او له حکومت نه یې د خپلو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوله.

دوی ویل، ګڼ‌شمېر حکومتي نظامیان د ځینو جرمونو له کبله له کلونو راهیسې په بندخونو کې پراته دي، خو حکومت یې په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

د یادو کورنۍ غړیو پر حکومت غږ وکړ چې د طالب بندیانو په څېر دې د افغان پوځ سرتېري هم له بنده خوشې کړي.

خان‌فراز شېرزاد د یوه نظامي بندي د کورنۍ غړی دی. هغه وايي، طالبانو او اسلامي حزب له حکومتي بندخونو نه د خپلو کسانو د خلاصون لپاره تل غږ پورته کړی او ګڼ‌شمېر یې خوشې شوي هم دي، خو د نظامي بندیانو د خلاصون لپاره د ازادۍ غږ نه دی شوی.

د یوه بل نظامي بندي د کورنۍ غړی قاري فضل‌حق وايي، حکومت دې د سرتېري ورځې په ویاړ خپل نظامیان له بنده خوشې کړي.

د نظامي بندیانو د کورنیو غړي وايي، ولسمشر محمداشرف غني ورسره د سولې په وروستۍ مشورتي لویه جرګې کې منلې وه چې په بندخونو کې ټول نظامي بندیان به له قید و شرط پرته خوشې کړي، خو په وینا یې، ولسمشر خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

د سولې مشورتي جرګه د هغو څلورو سوو طالب بندیانو د خلاصون په اړه حکومت ته د مشورې ورکولو لپاره جوړه شوې وه چې ستر جرمونه یې کړي وو.

په دې جرګه کې د طالب بندیانو د خوشې کولو تر څنګ، پر دې هم هوکړه شوې وه چې ټول هغه نظامیان به هم خوشې کېږي چې په لویو جرمونو کې ښکېل نه دي.

د همدې مشورتي جرګې یو غړی او د ننګرهار قومي مشر سیدرحمان مومند وايي، په یاد یې دي چې ولسمشر محمداشرف غني ورسره د ټولو بندي نظامیانو د خلاصون ژمنه کړې وه، خو تر اوسه نه دي خوشې شوي.

 هغه وايي، دا د شرم ځای دی چې د لسګونو او سلګونو افغانانو پر وژلو تورن او هغه کسان خوشې کېږي چې د دولت او نظام پر وړاندې یې جګړه کړې، خو نظامي بندیان بیا تر اوسه په بندخونو کې دي.

د یادو کورنیو غړي اندېښنه لري، که حکومت د نظاميانو په خوشې کېدو کې لاس په‌کار نه شي؛ نو نه یوازې پر حکومت به د خلکو باور راکم شي، بلکې د نورو سرتېرو پر مورال به هم منفي اغېز وکړي.

د نظامي بندیانو کورنۍ وايي، د بندي نظامیانو په خوشې کېدو سره د افغان پوځ لیکې پیاوړې کېدای شي او حکومت باید ژرترژره د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د بندي شویو سرتېرو کورنۍ داسې مهال د خپلو کورنیو د غړیو خوشې کولو غوښتنه کوي چې ولسمشر محمداشرف غني د مشورتي لویې جرګې پر مهال ژمنه کړې وه چې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به د حکومت په بندخونو کې هغه سرتېرې هم له بنده خلاص کړي چې درانه جرمونه یې نه وي کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام