کابل پرېس کلب: ملګري ملتونه دې بلخ کې پر خبریالانو شوی برید وڅېړي

کابل پرېس‌ کلب په بلخ کې پر خبریالانو د ننني برید په اړه یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ملګري ملتونه دې دغه برید په هراړخیز ډول وڅېړي.
کابل پرېس کلب له اسلامي امارت څخه هم غوښتي چې نه یوازې د خبریالانو ساتنه وکړي، بلکې خپل ځواکونه د هغوی په حقونو وپوهوي، څو په ازاد ډول خپل رسنیز کار وکړي.

وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ بې‌وزله کورنۍ: اولادو ته مو خواړه نشو برابرولی

کابل کې یوشمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نه‌شي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نه‌لري.

پکتیا کې سوداګر د ډندپټان له لارې پاکستان سره د رسمي ټرانزیټ غوښتنه کوي

پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګ‌راتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نه‌لري.

بلخ کې چاودنه؛ یو ساتونکی وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته کسان ټپیان دي

د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې نن له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند «تبیان» فرهنګي مرکز کې چاودنه شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند ټينګار کړی چې پېښه کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

بلخ کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن له غرمې مخکې (شنبه، کب۲۰مه) د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د «تبیان» په نوم فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر یوې غونډې چاودنه شوې چې مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه مرکز کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځل شي.

فاریاب کې یوې ښځې د تېزاب په څښلو سره ځان‌وژنه کړې

د فاریاب محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یوې ښځې تېزاب څښلي او ځان‌وژنه یې کړې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پنج‌شنبه شپه د قیصار ولسوالي په خواجه‌زاهدخان» کلي کې رامنځته شوې ده. محمدي زیاتوي، دغه ښځه زهرا نومېده او د تېزاب په څښلو سره یې ژوند ته د پای ټکی اېښی.