د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت اړوند د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو نن شنبه د کب۲۰مه کابل کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال د یو کیلي «ښي لاس» موټرو د ثبت بهیر له پیلېدو خبر ورکړ.
د مسوولانو په وینا، دغه بهیر به درې میاشتې دوام وکړي او ټاکل شوې چې د هېواد په کچه به ټول «یو کیلي» موټر ثبت شي.
د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولانو دې ناسته کې وویل، هغه موټر چې کلونه وړاندې له سند پرته افغانستان ته رالېږدول شوي، د هېواد ټرافیکي سېسټم یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
د ټرافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار وویل: «د کابینې پرېکړه ده او جدي ده. د یاد بهیر له بشپړېدو وروسته د پرزو واردات بند نه دي، خو اجازه نه ورکول کېږي چې دلته یې بستهبندي کړي. د موټرو د ثبت بیه د موټر ماډل پورې اړه لري.»
په ورته مهال په یاده خبري ناسته کې مسوولانو د حکومتي چارواکو او د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په ښارونو کې د موټر چلونې پر مهال د ټرافیکي فوانینو پر نه مراعتولو هم نیوکه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمدنبي عمري وویل: «له مجاهدینو مو هیله دا ده چې ټرافیکي قوانین دې مراعت کړي. همدغه قوانین چې د خلکو لپاره دي، ستاسو لپاره هم دي او باید مراعت یې کړئ، څو خلک تاسو ته په کتو دوی هم قوانین مراعت کړي.»
په ورته مهال د ټرافیک عمومي ریاست د مسوولانو په وینا، په تېر یوه کال کې د ټول هېواد په کچه لږ تر لږه ۸۰۰ کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.
د ټرافیکو ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه وویل: «د ۱۴۰۱ کال په جریان کې ۱۱۵۰ ټرافیکي پېښې شوي چې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ده. د دغو پېښو له امله ۸۰۰ کسان مړه او ۱۶۲۰ کسان ټپیان شوي دي.»
په همدې حال کې مسوولان وايي، معلومه نه ده چې هېواد کې په څومره شمېر سره یو کیلي او بېاسناده موټر شتون لري، خو په وینا یې، له ثبت وروسته به دغه شمېر معلوم شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله د هېواد په ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د بېاسنادو او یو کیلي موټر شمېر زیات شوی دی.