د کورنیو چارو وزارت نن د یوې خبري ناستې پرمهال د خپل تېر یوه کال لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال دغه ناسته کې وویل چې د تېر په پرتله ۹۰سلنه خلک افغانستان کې له امنیت څخه راضي دي. جلالي د امنیت ټینګښت، د جنايي جرمونو پروړاندې مبارزه او د عامه خدمتونو وړاندې کول، د خپل تېر یوه کال له لاسته‌راوړنو څخه بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو لا هم خلک هېواد کې د وروستیو  ځانمرګو بریدونو له امله امنیت ته اندېښمن دي.

کارپوهان په دې باور دی چې  هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون د هېواد د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی. دوی ټينګار کوي چې اسلامي امارت باید افغانستان کې د امنیت ټينګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو  او په نړیواله کچه یوه اجماع رامنځته کړي.

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي وویل: «لاهم افغانستان کې د ناامنیو شاهدان یو. د ځانمرګو او چاودنو شاهدان یو. د افغانستان دښمنان نه پرېږدي چې دغه هېواد ارام شي. دلته داسې هڅې کوي چې په یوه ډول نه یوه ډول افغانستان کې ناامنۍ ته لمن ووهي.»

په همدې حال کې یو‌شمېر ښاریان بیا وايي چې اسلامي امارت تراوسه نه دی توانېدلی چې په سمه توګه هېواد کې امنیت ټينګ کړي. د دوی په وینا، وروستیو چاودنو او ناامنیو اندېښمن کړي دي. دوی همداراز پر اسلامي امارت په نیوکې سره وايي چې د امنیت نه‌شتون ترڅنګ اقتصادي ستونزو یې د ژوند چاره ننګولې ده.

په ورته مهال ښاریان له اسلامي امارت غواړي چې هېواد کې د امنیت ټينګښت برخه کې جدي اقدامات وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په ځینو ولایتونو کې خونړۍ چاودنې وشوې چې تر ډېره مذهبي ځایونه په‌کې په نښه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل په خیرخانه سیمه کې پر صدیقیه جومات وروسته هغه ستر برید و چې له امله یې نږدې ۵۰ کسان ووژل او ټپیان یې کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام