Asset 1SWN

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ خبریالان: مسوولان پر وخت معلومات نه شریکوي

د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده. په کابل کې یوشمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي او وايي، د یوشمېر دولتي ادارو مسوولان خبریالانو ته معلومات نه ورکوي او د یوشمېر نورو بیا په ډېرې سختۍ له رسنیو سره معلومات شریکوي.

کابل کې د نور ټلوېزیون خبریال سیدبلال صیاد او د یوې راډیو خبریاله فرېبا (مستعار نوم) وايي، د دولتي ادارو له لوري ورسره پر وخت د معلوماتو نه شریکېدو یې د خبریالۍ کار ستونزمن کړی دی. دوی زیاتوي:

«ما ته چې یو خبریال یم، ډېره سخته ده چې څو ادارې راسره پر وخت معلومات نه شریکوي. یوازې ځینې ځانګړي معلومات دي چې د وټساپ ګروپ له لارې یې شریکوي. موږ په ځلونو ونه توانېدو چې راپور خپور کړو او څو ځله مو له توازن پرته خپور کړی دی.»

«دولتي ادارې چې نظر ته یې اړتیا لرو، خو هغوی خبرو ته نه حاضرېږي. که څه هم څو ځله ورته زنګ وهو یا پیغام لېږو، خو بیا هم خپل نظر نه شریکوي؛ لکه د دفاع، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونه. دغه وضعیت زموږ ورځنۍ چارې سختې کړې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌‌خوا په کابل کې د یوشمېر رسنیو مسوولان هم وايي چې اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د یوشمېر دولتي ادارو له‌خوا پر وخت د معلوماتو نه شریکېدو د رسنیو پر کار منفي اغېز کړی دی.

د یک ټلوېزیون د خبر څانګې مدیر قسیم عزیزي وايي: «کله چې سرچینه نه وي، پر وخت معلومات شریک نه‌شي، خبریالي سختېږي. موږ د دې شاهدان یوو چې تل اطلاعاتو ته لاسرسی راته ستونزمن و او حکومتي چارواکي په ځینو برخو کې خبریالانو ته هېڅ معلومات نه ورکوي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رییس ظریف کریمي وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لغوه کېدو اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود کړی دی.

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې پر اطلاعاتو د محدودیت لګېدو شاهدان یوو. دغه وضعیت لامل شوی چې رسنۍ او خلک د معلوماتو له تشې سره مخ شي او روڼتیا او ځواب‌ ویل نه وي. د اطلاع رسونې برخه کې هر ډول ننګونه اطلاعاتو ته له نه لاسرسي څخه سرچینه واخلي.»

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالواحد ریان وايي، دولتي ادارې مکلفې دي چې رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي. د نوموړي په وینا، هغه خبریالان چې په دې اړه شکایت لري، کولای شي له دغه وزارت سره یې شریک کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ریان زیاتوي: «موږ هم ځینې شکایتونه واورېدل چې یوشمېر وزارتونه همکاري نه کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اوس پر یوه ریاست بدل شوی، رییس یې تازه ګومارل شوی او د یکشنبې په ورځ به کار پیل کړي. خبریالان کولای شي چې خپلې ستونزې له دغه ریاست سره شریکې کړي.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او خبریالان تل د مسوولانو له لوري ورسره پر وخت د اطلاعاتو نه شریکېدو او یا هم د هغو معلومات د نه شریکېدو په اړه شکایت کوي چې دوی ورته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام