Asset 1SWN

۹۰ سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي وضعیت په اړه د خپلې تازه نظرپوښتنې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې. د شوې نظرپوښتنې پربنسټ، تر ۹۰ سلنې زیات خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره رسنۍ د حقوقي چتر نه‌شتون حالت سره مخ دي چې دې چارې د اطلاع رسونې په برخه کې یو لړ ستونزې راولاړې کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لطفي وویل، «له پنځه سلنه زیاتو خبریالانو «هو» ویلي چې خپلواک دي، خو شاوخوا ۹۵ سلنه بیا ویلي چې خپلواکي نه لري، پوښتنه مو وکړه چې په اوسنیو شرایطو کې سانسور شته، شاوخوا ۹۰سلنه «هو» ځواب دی او له ۹۰ سلنه زیاتو وویل چې کورني او بهرني خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.»

د نظرپوښتنې موندنې ښیي چې ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو تر ۲۰سلنې زیات مسوولان د اطلاع رسونې چارو کې لاسوهنه کوي. همداراز د اسلامي امارت ۳۰سلنه مسوولانو بیا د پروګرام د ثبتولو مخه نیولې او ۶۰سلنه هېوادوال له مرکې کولو وېرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغې نظر پوښتنې موندنې ردوي او وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره پر رسنیو کوم محدودیت نه دی لګول شوی.

دغه نظرپوښتنه په ټول افغانستان کې له ۵۰۰ خبریالانو سره په انلاین بڼه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام