۹۰ سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسی نه‌لري

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي وضعیت په اړه د خپلې تازه نظرپوښتنې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې. د شوې نظرپوښتنې پربنسټ، تر ۹۰ سلنې زیات خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان بانک له پرېکړې سرغړونه؛ ځينو بانکونو «اې‌ټي‌ایم» ماشینونه نه دي فعال کړي

د افغانستان بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د خصوصي بانکونو د صرافۍ خپلکاره یا «اې‌ټي‌اېم» ماشینونه فعال شوي او د بانکونو پېرېدونکي کولای شي چې له دغو چوپړتیاوو څخه ګټه واخلي، خو ځينو خصوصي بانکونو لا تراوسه دغه ماشینونه نه دي فعال کړي.

کابل کې ماین چاودنې یو کس وژلی او څلور یې ټپیان کړي

د کابل د بګرامیو ولسوالي اړوند سیمه کې نن له غرمې وړاندې د ماین چاودنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او د اسلامي امارت څلور سرتیري په‌کې ټپیان شوي دي. پېښه د بګرامیو ولسوالي اړوند ملالۍ څلور لارې ته څېرمه «شمشاد کوڅه» کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین له امله رامنځ ته شوې ده. عیني شاهدان بیا وايي، په دغه پېښه کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او یو بل کس ټپي شوی دی.

افغانستان او ترکمنستان ځينې سیاسي، اقتصادي او امنیتي هوکړې کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

مجاهد: د نجونو ښوونځي به راتلونکی لمریز کال پرانېستل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پوهنې وزارت هڅه کوي، څو په نوي لمریز کال کې د نجونو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي. نوموړي له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ټينګار کړی چې اسلامي امارت هیله‌مند دی، څو په نوي ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.