د افغانستان بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د خصوصي بانکونو د صرافۍ خپلکاره یا «اې‌ټي‌اېم» ماشینونه فعال شوي او د بانکونو پېرېدونکي کولای شي له دغو چوپړتیاوو څخه ګټه واخلي، خو ځينو خصوصي بانکونو لا تراوسه دغه ماشینونه نه دي فعال کړي.

د سلام‌وطندار خبریال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د خصوصي بانکونو له څانګو لیدنه کړې او جوته شوې چې له نوي کابل بانک پرته د نورو ټولو خصوصي بانکونو د صرافۍ خپلکاره ماشینونه غیرفعال دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوشمېر کابل ښاریان هم وايي چې د خصوصي بانکونو پېرېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي او نه‌شي کولای چې ان په څو ورځو کې خپلې پیسې ترلاسه کړي.

دوی زیاتوي چې په رسنیو کې یې د صرافۍ خپلکاره ماشینونو د فعالېدو په اړه اورېدلي وو، خو اوس چې د اې‌ټي‌ایم ماشینونو ته مراجعه کوي، هماغسې تړلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مونږ هڅه وکړه چې د موضوع په تړاو د افغانستان بانک نظر هم ولرو، خو سره له دې چې د افغانستان بانک ویاند صابر مومند د خصوصي بانکونو د صرافۍ خپکاره یا «اې‌ټي‌ایم» ماشینونو د نه‌فعالیت او دې برخه کې د هېوادوالو ستونزو په اړه د ځواب ورکولو ژمنه کړې وه، خو وروسته یې د سلام‌وطندار اړیکو ته ځواب ور نه‌کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام