د افغانستان بانک اعلان کړی چې د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو سره د خبرو پر دوام ټاکل شوې چې د صرافۍ خپلکاره ماشینونه یا «اې‌ټي‌ام» له څو میاشتني ځنډ وروسته بیرته فعال شي.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماشینونه به نن «شنبه» په ټولو بانکونو کې بېرته فعالې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د دغه بانک په وینا، د صرافۍ اتومات ماشینونه د بانکونو ټولنې او سوداګریزو بانکونو د خبرو په ترڅ کې د «متحدالمال» د مکتوب پر بنسټ بېرته فعالېږي.

د افغانستان بانک زیاته کړې چې هڅه کوي، څو خلکو ته د غوره بانکوالۍ چوپړتیاوې برابرې کړي. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د بانکي خدمتونو د عادي کولو لپاره هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو، په بانکي خدمتونو کې ناورین او همداراز د نغدو پیسو نه‌شتون د صرافۍ اتومات ماشینونو فعالیت ودرېد چې دغې چارې هېواد‌وال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام