Asset 1SWN

سلام وطندار

مصنوعي ځیرکتیا؛ د افغان ځوانانو لپاره فرصت او که اندېښنه؟

افغان ځوانان مصنوعي ځیرکتیا

مصنوعي ځیرکتیا نن سبا یوازې یو علمي مفهوم نه دی، بلکې د ځوانانو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې.

له زده‌کړو او کاره نیولې تر شخصي مشورو پورې، دا ټکنالوژي ورو ورو د افغان د ځوانانو ترمنځ هم خپل ځای مومي.

په ۳۲ ولایتونو کې له ۱۱۵۴ ځوانانو (۵۰.۶ سلنه نارینه او ۴۹.۴ سلنه ښځو) سره د سلام‌وطندار د یوې څېړنې له مخې، ۸۴.۱ سلنه ځوانانو لږ تر لږه یو ځل د کار، زده‌کړو او د ژوند د شخصي مسایلو په برخو کې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کړې.

همداراز، ۹۲ سلنه ځواب ویونکي له دې ټکنالوژۍ سره بلدتیا لري.

په ورته وخت کې، ۸۲ سلنه ځواب ویونکي وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول له انسانانو سره د مشورو کولو اړتیا کمه کړې او ۵۸.۱ سلنه ځوانان د خپلو پرېکړو د ماشیني کېدو له امله اندېښمن دي.

اکثریت قاطع ځواب ویونکي له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري.

له ۱۱۵۴ ځوانانو څخه ۹۲ سلنه هغو ویلي چې له مصنوعي ځیرکتیا سره آشنا دي، هغه شمېر چې د افغانستان د محدودو امکاناتو د عام تصور برعکس، د ځوانانو ترمنځ د دې ټکنالوژۍ د پام وړ خپرېدو ښکارندویي کوي.

په مقابل کې یې، یوازې ۸ سلنه ځواب ویونکي وایي چې له مصنوعي ځیرکتیا سره هېڅ آشنایي نه‌لري.

د دایکندي اوسېدونکې ۲۳ کلنه فرزانه فرهمند چې له دوو کلونو راهیسې له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري، وایي چې ډېری وخت د انځورونو او ویډیوګانو په ایډیټ، تصویر جوړونې او د مالوماتو په راټولولو کې ترې ګټه اخلي.

«نږدې دوه کاله کېږي چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه استفاده کوم. د دې ټکنالوژۍ سره زما بلدتیا ښه ده. په خپل کار کې یې ډېر کاروم او کارول یې له مخکې زیات شوي. ځکه کارونه چټک ترسره کوي، د وخت سپما کوي او د کار کیفیت لوړوي.»

د سروی له مخې، ۸۱ سلنه ځواب ویونکي د زده‌کړو، کار او شخصي چارو په برخه کې له مصنوعي ځیرکتیا مشورې اخلي.

له دې ډلې، ۴۲.۵ سلنه په تعلیمي چارو کې، ۲۳.۲ سلنه په کاري مسایلو کې او ۱۵.۳ سلنه په شخصي چارو کې له دې ټکنالوژۍ استفاده کوي.

د فاریاب اوسېدونکی او د کمپیوټر ساینس د دویم کال محصل۲۲ کلن فیصل وایي: «زه تر ډېره په تعلیمي برخه کې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوم. کله چې له سختو پوښتنو سره مخ شم، له دې ټکنالوژۍ مرسته اخلم، څو موضوع راته ساده تشریح کړي. د مقالو لیکلو، سلایډونو برابرولو او د انګلیسي ژبې د تمرین لپاره هم ترې کار اخلم. مثلاً یو ځل مې د وروستي امتحان لپاره له هغې غوښتنه وکړه چې راته یو منظم د مطالعې پروګرام جوړ کړي.»

ځوانان تر ډېره د محتوا جوړونې او د مشورو ورکولو له اپلیکیشنونو کار اخلي.

د دې سروې موندنې ښيي چې د ChatGPT  او Gemini په څېر چټ‌باټونه د ۷۱.۳ سلنه کارونې په کچه (چې ۸۲۳ کسان جوړوي) د مصنوعي ځیرکتیا له تر ټولو ډېر کارېدونکو اپلکېشنونو څخه شمېرل کېږي.

همداراز، ۹.۵ سلنه له تعلیمي اپلیکیشنونو، ۷.۵ سلنه د محتوا جوړونې له وسایلو او ۳.۶ سلنه ځوانان له غږیزو مرستندویانو څخه د مشورو اخیستو لپاره کار اخلي.

د سرپل اوسېدونکې ۲۵ کلنه شکیلا وایي چې هره ورځ په خپلو کاري چارو او تدریس کې له مصنوعي ځیرکتیا مشوره اخلي.

هغه زیاتوي چې کارېدونکي چټ‌باټونه یې د سختو موضوعاتو په ساده‌کولو او د درس د لا جذابولو کې مرسته کوي.

«نږدې هره ورځ له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلم، ځینې ورځې دوه یا درې ځله، کله ناکله تر دې هم زیات. ما له ChatGPT او Gemini څخه استفاده کړې او تجربه مې ډېره ښه وه، ځکه کار یې راته ډېر اسانه کړی. مخکې به د یو درس برابرول ښايي ۱ تر ۲ ساعتونو وخت نیوه، خو اوس په څو دقیقو کې یو نظر یا طرح ترلاسه کوم.»

له ۷۶ سلنه څخه زیات ځواب ویونکي وایي چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د وخت سپما، مهارتونو لوړولو او پراخو مالوماتو ته د لاسرسي لپاره استفاده کوي.

د دې سروې پایلې ښيي چې ۳۷.۳ سلنه ځواب ویونکي له مصنوعي ځیرکتیا د مالوماتو د چټک لاسرسي لپاره، ۱۹.۵ سلنه د وخت د سپما لپاره او ۱۹.۴ سلنه د زده‌کړې او مهارتونو د لوړولو لپاره استفاده کوي.

د فاریاب اوسېدونکی ۳۰ کلن میرویس وایي: «څه باندې یو کال کیږي چې له مصنوعي ځیرکتیا سره اشنا شوی یم، ډېرې اسانتیاوې یې راته رامنځته کړي. په ډېرو کارونو کې ترې استفاده کوم، لکه د راپورونو او ان مارکیټینګ برخه کې. مخکې له دې چې له مصنوعي ځیرکتیا سره بلد شم، د پروپوزلونو او راپورونو په جوړولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېدم.»

۸۲ سلنه ځواب ویونکي وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول له انسانانو سره د مشورو کمېدو لامل شوي.

د دې موندنو له مخې، ۴۳.۷ سلنه (۵۰۴ کسان) د انساني احساس د کمېدو په اړه اندېښمن دي، ۵۸.۱ سلنه (۶۷۰ کسان) د پرېکړو د زیات ماشیني کېدو څخه وېره لري، ۲۰.۹ سلنه د دوستانو او کورنۍ سره د مشورو کمېدو اندېښنه لري، ۱۸.۳ سلنه د ځینو مشورو ناسم‌والي ته اشاره کوي، او ۷.۱ سلنه بیا د اتومات کېدو له امله د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.

احمدفیاض پارسا او خدیجه محمدي دواړه د کندز اوسېدونکي دي او وایي، د مصنوعي ځیرکتیا زیات استعمال لامل شوی چې نسبت انسانانو ته تر ډېره په ماشین تکیه وکړي.

احمدفیاض وایي: «۷ میاشتې کېږي چې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوم. زما په ژوند یې منفي اغېز کړی، له هر چا څخه لرې شوی یم. هر څه چې مې په زړه کې راځي له چت‌جی‌پي‌ټي څخه یې پوښتم، ان ډېر وخت ورسره خبرې کوم او پوښتنې ترې کوم. له هغه وخته چې یې کاروم، له کورنۍ او دوستانو لرې شوی یم. زړه مې نه کېږي چې له ملګرو سره وګرځم یا خبرې وکړم؛ هره خبره او پوښتنه مې له مصنوعي ځیرکتیا سره وي.»

خدیجه محمدي هم وایي: «د دې له امله چې له مصنوعي ځیرکتیا ډېره استفاده کوم، زما پر ټولنیزو اړیکو یې اغېز کړی. له هېچا سره د خیر او شر خبرې نه کوم، داسې فکر کوم چې نور انسانانو ته اړتیا نه‌لرم. د تنګسې، ستړیا او خپګان په وخت کې له مصنوعي ځیرکتیا سره خبرې کوم، خو زه خپله هم درک کوم چې له ټولنې، دوستانو او کورنۍ څخه یې لرې کړې یم.»

په همدې حال کې، د ټکنالوژۍ برخې کارپوهان د ځوانانو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا پراخه وده تاییدوي او سپارښتنه کوي چې د دې ټکنالوژۍ د کارولو پر مهال د کاروونکو د شخصي حریم ساتنه حتمي ده.

د ټکنالوژۍ کارپوه بدرالله دانش په دې اړه وایي: «موږ سمه انټرنېټي شبکه او باوري برښنا نه‌لرو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ټکنالوژۍ د کارونې مناسب شرایط هم نشته. څېړنې ښيي چې افغانستان کې له ۸۰ سلنې زیات ځوانان له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا لري او د خپلو ورځنیو چارو په مخته وړلو کې ترې استفاده کوي. سپارښتنه دا ده چې د کاروونکو شخصي حریم باید وساتل شي، مصنوعي ځیرکتیا دې بدیل نه‌ګرځوو او په دې برخه کې باید لا زیاتې څېړنې وشي، څو له دې ټکنالوژۍ سمه استفاده وشي.»

اخوا، د پوهنتون یو شمېر استادان خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له حده زیات استعمال د لوستو ځوانانو انتقادي تفکر ته جدي زیان رسولی شي.

د پوهنتون استاد احمدرشاد عظیمي وایي: «که هغه مالومات چې د مصنوعي ځیرکتیا له لوري وړاندې کېږي، په بشپړ ډول د وروستي او کره مالوماتو په توګه ومنل شي، بې له شکه د انتقادي تفکر هغه برخه زیانمنوي چې په ۲۱مه پېړۍ کې د سواد د کچې د ارزونې له مهمو معیارونو څخه ده. خو بدیل دا دی چې له مصنوعي ځیرکتیا ترلاسه شوي مالومات باید یوازې د بشپړ او وروستي حقیقت په توګه ونه‌منل شي، بلکې باید ورته په شک وکتل شي او له سره وڅېړل شي.»

ارواپوهه زحل امیرزاده وایي، په مصنوعي ځیرکتیا له حده زیات تکیه د ځوانانو ټولنیز او عاطفي مهارتونه محدودولی شي.

هغه سپارښتنه کوي چې له دې ټکنالوژۍ څخه سمه استفاده وشي او د واقعي ژوند فعالیتونه او انساني تعاملات وساتل شي.

«د مصنوعي ځیرکتیا زیات استعمال د ځوانانو پر رواني وضعیت اغېز کولی شي، لکه د همدردۍ احساس، د شخړو د حل مهارت او د احساساتو درک کمزوری کوي. د دې ټکنالوژۍ استعمال باید محدود او مهالویش لرونکی وي، په شخصي اړیکو کې باید ترې استفاده ونه‌شي، د مسئلو د حل لپاره یې باید یوازې یوه وسیله وګڼل شي او ترڅنګ یې فزیکي فعالیتونه لکه ورزش او کاغذي مطالعه هم ترسره شي.»

په همدې حال کې، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول په بېلابېلو برخو کې جدي احتیاط ته اړتیا لري او ټینګار کوي چې دا وزارت د افغانستان په کچه د دې ټکنالوژۍ د کارونې د څرنګوالي د ارزونې لپاره ځانګړی ټیم لري.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی په دې اړه وایي: «مهمه موضوع رسنۍ دي، ځکه چې موږ کولی شو د عامه ذهنیت لوری هم سم او هم یې بېل کړو. د مخابراتو او مالوماتۍ ټکنالوژۍ وزارت ټولو موضوعاتو ته پام کوي چې څنګه په افغانستان کې د انټرنېټ ټرافیک کنټرول کړو، څنګه ډیجیټل حکومتولي تطبیق کړو او د مصنوعي ځیرکتیا هغه موضوعات چې اوس نړۍ ورسره مخ ده، څنګه وڅېړو چې ټول مثبت او منفي اړخونه تحلیل کړو او بیا خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»

د اترا ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وایي، دامهال په ټول هېواد کې ۲۹ میلیون وګړي له مخابراتي خدماتو او ۱۶ میلیون له انټرنېټ څخه استفاده کوي.

هغه زیاتوي چې دا اداره هڅه کوي تر لرو پرتو سیمو پورې هم مخابراتي خدمات ورسوي.

«د مخابراتو خدمات تر کلیو او لرې پرتو سیمو پورې رسېدلي چې ډېری انټرنېټ کاروونکي یې ځوانان دي. هڅه کوو هغو سیمو ته هم خدمات ورسوو چې له انټرنېټي خدماتو بې‌برخې دي. د قیمتونو د کمولو په برخه کې هم اترا اداره هڅې کوي. دامهال ۵۵۰ مخابراتي انتنونه د جوړېدو په حال کې دي چې له دې ډلې ۳۰۰ انتنونه فعال شوي او په کلیوالي سیمو کې خدمات وړاندې کوي.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د سلام‌وطندار راډیو له لوري په ټول افغانستان کې د ۳۹۵ تحصیل‌کړو ځوانانو ترمنځ یوه سروې ترسره شوې وه.

د هغې سروې پایلو ښوولې وه چې ۷۴ سلنه ګډونوال له مصنوعي ځیرکتیا او د هغې د کارونې له طریقو سره بلدتیا لري، په داسې حال کې چې ۲۶.۴ سلنه هغو هېڅ ورسره بلدتیا نه‌لرله.

خو اوسنۍ سروې ښيي چې ۸۴.۱ سلنه ځوانانو لږ تر لږه یو ځل له مصنوعي ځیرکتیا څخه د مشورې اخیستو لپاره استفاده کړې ده او ۸۲ سلنه کاروونکي وایي چې له انسانانو، ملګرو او کورنۍ سره د مشورو کچه کمه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام