د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي چې په عزیزي او نورو خصوصي بانکونو کې حسابونه لري، وايي چې د خپلو پيسو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چې له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا هم ۲۰۰ ډالر ترلاسه کولای شي.

د عزیزي بانک دوو پېرېدونکو سلام‌وطندار ته وویل چې له بانک څخه یوازې په اوونۍ ۲۰۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي او د دغو پیسو لپاره سهار ۳ بجې د نوبت لپاره بانک ته خپل کارتونه وروړي او په بله ورځ له خپل حساب څخه پیسې راباسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز یوشمېر دولتي مامورین او نور کسان چې په نوي کابل بانک او عزیزي بانک کې حسابونه لري او معاشونه یې حسابونو ته لېږل شوي، د بانکونو د اې ټي ام ماشینونو له نه فعالیت څخه شکایت کوي او وايي، یوازې د نوي کابل بانک آې ټي ام فعال دی، خو دوی کولای شي، یوازې ۵ زره افغانۍ له دې لارې تر لاسه کړي.

خو دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري وایي، دا ستونزې لنډ مهاله دي او بانکي چارې به عادي حالت بېرته راوګرځي.

نوموړي وویل: «ټول سوداګریز بانکونه مکلف دي چې د افغانستان بانک له لوري صادر شوي، متحدالمال عملي کړي. د افغانستان بانک ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي لور ته را وګرځي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې د سوداګریزو بانکونو وړاندې کېدونکي خدمتونه ټکني شوي او د ټولو بانکونو پېرېدونکي له خپلو حسابونو په اوونۍ کې یوازې ۲۰۰۰۰ افغانۍ یا ۲۰۰ ډالر اخیستلای شي. که څه هم څه موده وړاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې بانکونه کولای شي، خپلو پېرېدونکو ته ۳۰۰۰۰ افغانۍ یا ۴۰۰ ډالر ورکړي، خو دا چاره لنډمهالې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام