د هاګ نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او  بیان ازادۍ رپوټر د افغانستان بانک او د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د پخواني کارکوونکي یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي.

یما سیاووش د افغانستان بانک پخوانی کارکوونکی و چې تیرکال د یوه نښلونکي ماین چاودنې له امله چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای کړای شوی و، ووژل شو.

د یما سیاووش د کورنۍ نړیوال سلاکار هایدي ډیکسټال د دغې کورنۍ په استازیتوب په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وایي چې دوی نه شي کولای، د دغې قضې په اړه سم ځواب او رښتینی عدالت ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یما سیاووش پلار داوود سیاووش وایي چې اوس مهال دغه قضیه د هاګ نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او بیان ازادي رپوټر ادارو ته سپارل شوې او هیله لرو چې دغه نړیوالې ادارې د دغې کورنۍ د عدالت او انصاف په اړه پام وکړي او د قاتل، د وژنې لاملونو او د خپل زوی د وژونکو ملاتړ کوونکي ونیسي او سزا ورکوي.

د یما سیاووش کورنۍ نړیوال سلاکار زیاتوي چې پر یما برید یو جنایت او له بشر حقونو سرغړونه ده چې دا ډول برید په افغانستان کې پر خبریالانو او د بیان ازادي پر کارکوونکي د بریدونو یوه بېلګه ده.

ډېکسټال ټینګار کوي چې باید په دې برخه کې هراړخیزې څېړنې وشي، یما سیاووش او د هغه کورنۍ ته باید  له قانوني لارې د عدالت ورکونې ډاډ ورکړل شي. نوموړي همداراز زیاته کړه، باید ډاډ ترلاسه شي چې نور خبریالان د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره تر برید لاندې رانه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یما سیاووش په خپلو خپرونو کې پارونکو موضوعات تر بحث لاندې نیولي او له چارواکو یې سختې او ننګونکې پوښتنې کړي چې د دولت له سیاست او لوړپوړو چارواکو سره مخامخ شوی دی.

په خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې یما سیاووش د دولتي چارواکو له ګواښونو سره مخ و او پر نوموړي فشارونه پرې راوړل شوي چې هېواد پرېږدي.



په ورته مهال د یما سیاووش ورور بکتاش سیاووش وایي چې افغانستان کې ظلم او له بشرحقونو څخه سرغړونه د دې لامل شوې، څو د دوی کورنۍ ته عدالت ورنه کړل شي. هغه زیاته کړه چې هیله لري، د هاک نړیواله محکمه د ده او کورنۍ لپاره یې عدالت ټينګ کړي.

له ډې ټولو سره بکتاش سیاووش وايي، د یما سیاووش د هدفي وژنې څېړنه باید د بشرحقونو د سرغړوونکو او له مجاراتو څخه د خوندیتوب او معافیت ته د پای ټکی کېږي او د هاګ نړیواله محکمه باید د افغانستان خلکو ته دا ثابته کړي چې یوه بې پرې اداره ده. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې د فساد، روڼتیا او حقیقت پر وړاندې جنګېږي، د بیان ازادۍ حق لري.

له دې وړاندې هم د یما سیاووش پلار له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې وه چې د زوی د وژنې قضیه دې وڅېړي او عاملان دې سزا ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام