د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ډيپلوماټیکو اړیکو او د امنیتي همکاریو په برخه کې هوکړې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې چې یو دوه اړخیز تخنیکي ټيم دې د روانې میلادي میاشتې په ۲۲ نېټه په کابل کې یوه ناسته وکړي او د مارچ په میاشت کې دې د برښنا، ټاپي پروژې او د اورګاډي د نیمه بشپړې پروژې کار پرانیسته وکړي او په عملي توګه دې کار پیل کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو لوریو د سوداګرۍ او خصوصي سکټور پر پراختیا، د مرمر ډبرو او وچې مېوې د صادراتو پر زیاتوالي، په اقېنه او تورغنډۍ بندرونو کې د رېل پټلۍ پروژو بشپړولو او پر بادي برښنا د پانګې په اړه خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې همداراز هوکړه شوې چې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه ټرانزیټي لارې په توګه وکارول شي او له دې لارې د اوبلن ګازو، معدني او خوراکي موادو او نورو سوداګریزو توکو لېږد رالېږد وکړي.

په ورته مهال ترکمنستاني چارواکو په دغه ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي ته ژمنه ورکړې چې دغه هېواد به هغو لسګونه افغان زده‌کړیالانو ته په تدریجي ډول خپل هېواد ته د ورتلو اجازه ورکړي چې د کورونا ویروس له امله کابل کې ګېر پاتې دي.

له دې سربېره دواړو لوریو هوکړه کړې چې ترکمنستان هېواد به افغان زده‌کړیالانو ته د نفت او ګازو، رېل پټلۍ او نورو فني او تخنیکي برخو کې تحصیلي بورسیې ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ایران ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره یې په یو لړ اقتصادي، ټرانزیټي او کډوالۍ خبرې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام