پاکستان کې افغان خبریالان د خپلو کېسونو له ورو بهیر شکایت کوي

یو‌شمېر هغه خبریالان چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللي، دغه هېواد کې د هېوادونو له لوري د دوی د کېسونو د تت بهیر له مخته وړو شکایت کوي.  هغه وویل: «د پناه غوښتنې څخه مې اوږده موده کېږي او له بده‌مرغه چې رسېدن ورته نه‌ده شوې. ما دې موده کې د خبریالانو له هېڅ بنسټ مرسته او نه‌دی ترلاسه کړی.»

د ښځو پر کار بندیز افغانې مېرمنې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي

یوشمېر افغانې ښځې چې مخکې یې د پوهنې وزارت په ګډون، د ښځو حقونو په ملاتړو بنسټونو، نادولتي موسسو، پوهنتونونو، رسنیو او مخابراتي شرکتونو کې کار کاوه وايي، له هغه وروسته یې چې پر کار بندیز لګېدلی، وزګاره شوي او سختې اقتصادي ستونزې تجربه کوي.

پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزې؛ «د بې‌وزلۍ له امله مې پښتورګی پلورم»

پاکستان کې یو‌شمېر افغان خبریالان له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

دغه افغان خبریالان چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره هم‌مهاله پاکستان ته تللي، وايي چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ متقاعدین: د ځان د درملنې وس نه‌لرو

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.

له بې‌برخلیکه ژوند تر اروايي ناروغیو؛ پاکستان کې پر افغان خبریالانو څه تېرېږي؟

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بې‌برخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بې‌برخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»

متقاعدان: له یوه کال راهیسې مو حقونه نه‌دي اخیستي، ستونزو سره مخ یوو

یوشمېر افغان متقاعدان شکایت کوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې خپل کلني حقونه او امتیازونه نه‌دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی ادعا کوي چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې څو ځله د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره غږ پورته کړی، خو چا مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

په تېر یوه کال کې ۸۰سلنه افغان ښځینه خبریالانې وزګاره شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

هلمند کې د رواني ناروغیو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد د ډېری سیمو په څېر هلمند ولایت کې هم وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي چې خلک یې په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته کړي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.