ځینو مخکښو رسنیو، لکه انټرنیوز، یونیسکو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغان خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د یونیسکو عمومي رییس ادري ازولای ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو او بیان ازادۍ د خوندیتوب په برخه کې باید د نړیوالو او بشري حقونو د اصولو له مخې ډاډ ورکړل شي.

نوموړي ویلي: «هغو د ډاډ وړ سرچینو او عمومي او ازادو بحثونو ته لاسرسی چې د خپلواک رسنیو له لارې وړاندې کېږي، سوله‌ييزې راتلونکې ته د افغانانو د رسېدو په برخه کې مهمه ده. هېڅوک باید د خپل فکر او نظر له وړاندې کولو ونه وېرېږي او د خبریالانو، په تېره د نجونو خوندیتوب باید په ځانګړي ډول تضمین شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونیسکو وايي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د افغانانو د لاسرسي ملاتړ ته ژمن دي او ویاړي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغان مسلکي رسنیو د جوړېدو او غوړېدو په برخه کې ګډون درلود. یونیسکو زیاتوي، دغو رسنیو ان د تاوتریخوالي او ګواښونو پر مهال هم خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې خپلو قربانیو ته دوام ورکړی دی.

د یونیسکو د معلوماتو له مخې، یوازې په روان کال کې اووه خبریالان چې څلور یې نجونې وې، د دندې پر مهال وژل شوې دي.



دغه بنسټ ټینګار کړی چې پرمختګونه باید نابشپړ پاتې نه شي او ښځینه خبریالانې باید وکولای شي، څو خپلو برخلیک ټاکونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي. یونیسکو زیاتوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي باید له هېڅ ګواښ او غچ سره مخامخ نه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې طالبان باید ژرترژره د خبریالانو له ځور او پر هغوی له بریدونو څخه لاس واخلي. دغې کمېټې ټینګار کړی چې طالبان باید ښځینه خبریالانو او رسنیو ته په ازاد او خپلواکه توګه د کار کولو اجازه ورکړي.

د ځینو راپورونو له مخې، طالبان د روان کال د اګېسټ له پنځلسمې راهیسې د ملي راډیو ټلوېزیون د دوو ښځینه خبریالانو د کار مخه نیولې او په کابل او ننګرهار کې یې پر شپږو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو برید کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام