د محمدوف او متقي لیدنه؛ «ترکمنستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابروي»

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د یوه بل کال لپاره نوی شو

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د ۲۰۲۳ کال تر پایه نوی شوی دی.
د دغه شرکت په وینا، له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد نن دوشنبه د دغه هېواد په پلازمېنې عشق‌اباد کې لاسلیک شوی دی.

افغانستان او ترکمنستان ځينې سیاسي، اقتصادي او امنیتي هوکړې کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د ترکمنستان او افغان چارواکو لیدنې؛ د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف چې نن کابل ته راغلی، د افغانستان له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې په یادو ناستو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو ترڅنګ، پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

کارپوهان: طالبان د سیمې هېوادونو ته په سفرونو غواړي مشروعیت ترلاسه کړي

د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په دوام د طالبانو یو پلاوی دا ځل ترکمنستان ته تللی دی. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه پلاوي یې د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او موخه یې هم پر ګډو مسایلو، سوداګریزو اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو موضوعاتو خبرې کول دي.