Asset 1SWN

افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د یوه بل کال لپاره نوی شو

۳-مشکل-مهم-صادرات-برق-کشور-880x587-1-pi7zwnxg71dvf5v1y6bvsra4uqk8cv0epy4y4yuk5k

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د ۲۰۲۳ کال تر پایه نوی شوی دی.

د دغه شرکت په وینا، له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد نن دوشنبه د دغه هېواد په پلازمېنې عشق‌اباد کې لاسلیک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت تر دې مخکې له ازبکستان او تاجکستان سره هم د وارداتي برښنا قرارداد نوی کړی، خو ازبکستان له څو ورځو راهیسې پر افغانستان برښنا پرې کړې ده.

افغانان، په تېره د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي، په څلېرویشت ساعتونو کې یوازې یو ساعت برښنا لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په یوه غونډه کې پر ازبکستان نیوکه وکړه چې پر افغانستان یې برښنا پرې کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې د قرارداد له مخې، افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام