Asset 1SWN

امیرخان متقي ازبکستان ته: د قرارداد له مخې برښنا را خوشې کړئ

Amirkhan-Muttaqqi-puf1ntup4rapgp7ir5ij0a58ywo9bz0g9xg47k95e0

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، ازبکستان باید د قرارداد له مخې افغانستان ته برښنا را خوشې کړي. هغه چې نن د کرنیزې پراختیا د وجهي صندوق په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې، د ازبکستان له لوري د برښنا پر پرې کېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه هېواد باید د قرارداد له مخې، افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

متقي پر سفارتونو او نورو نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې د کرنې برخه کې د پانګونې د جذب او د افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

نوموړي افغانستان ته د آمنې محمد په مشري د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر ته په اشارې وویل، دغه پلاوي له اسلامي امارت سره پر تعامل او د بشري مرستو پر دوام اعتراف کړی دی.

امیرخان متقي وویل، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان سره د همکاریو دوام په اړه د دغه هېواد د پلانونو او د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې برخه کې د روسیې د هڅو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت تازه اعلان کړی چې له ازبکستانه افغانستان ته راغلې برښنا په دغه هېواد کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده. دغه شرکت ډاډ ورکړی چې ژرترژره به دا ستونزې حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام