د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره غوښتنه کړې چې دا ټولنه دې له عدليې وزارت سره نه ادغامېږي.

د مدافع‌ وکیلانو په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د دې ټولنې خپلواکي په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې په کورنیو قوانینو او نړیوالو ټولنو سره په رسمېت پيژندل شوی، نو نه ښايي چې اسلامي امارت د دې ټولنې د استقلالیت په اخیستو خپل اعتبار د نړۍ په وړاندې له منځه یوسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې پرېکړه‌لیک پربنسټ، که چېرې د مدافع وکیلانو ټولنه له عدليې وزارت سره مدغم شي، ګڼ‌شمېر مدافع وکیلان به خپلې دندې پرېږدي او نورو هېوادونو ته به لاړ شي.

د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنې د رسنیو چارو رییس سید معروف هاشمي سلام‌وطندار ته وویل چې دا ټولنه د افغانستان د مدافع وکیلانو لپاره یوه لاسته راوړنه ده او خپلواکي یې باید د اسلامي امارت له لوري وساتل شي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د مدافع وکیلانو ټولنه جواز ته اړتیا لري، خو تر اوسه د دې ټولنې د جوړېدو لپاره عدلیې وزارت سره کوم ګام نه دی پورته شوی.

نوموړي وویل: «جواز ته اړتیا لري او هغه جواز باید له ځان سره ولري، بیا به د قانون پر اساس د دوی مخته کومه ستونزه نه وي، تر اوسه یې د له منځه وړلو او یا مدغمولو په اړه څه مطرح شوي نه دي، یوازې  دوی د خپل کارونه د قانون مطابق عیار کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو نن د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنې غړو ته اجازه ور نه کړه چې خپله اعتراضیه غونډه جوړه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام