پاسپورټ ریاست: سبا په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې سر له سبا څخه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ له سره پیلوي چې هېواد‌والو ته به د پاسپورټونو د ورکړې په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

شنونکي: پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه به هیله بښوونکې نه وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي پرون وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د سعودي عربستان په بلنه د پاکستان په کوربه‌توب جوړېږي. قریشی ویلي چې ټاکل شوې دغه غونډه په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت او اقتصادي ناورین څخه د مخنیوي لپاره جوړه شي.

لوګر کې فرهنګ‌پالو د یو بل منلو په موخه پر خلکو کتابونه وېشلي

 که څه هم په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د نورو برخو ترڅنګ پوهنې ته هم زیان اوښتی، خو په یوه کمساري اقدام کې یو‌شمېر فرهنګ‌پالو او مدني فعالانو په لوګر ولایت کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه په ښار کې پر خلکو کتابونه ووېشل او خلک یې یووالي ته راوبلل.